د ایران ولسمشر خبرداری ورکړی چې که واشنګټن د تهران اټمي تړون نقض کړي، پښېمانه به شي.
د ایران ولسمشر وایي، د اټمي تړون په نقضولو کې لومړی ګام به د ده هېواد پورته نهکړي، خو دی زیاتوي چې که چېرې واشنګټن دا کار وکړي، پښېمانه به شي.
حسن روحاني دا خبره نن دوشنبه په ایران کې د اټمي ټکنالوژۍ د ورځې په مناسبت یوه جوړ شوي کنفرانس ته وکړه.
نوموړي زیاته کړه:
"موږ له هغه څه چې دوی یې فکر کوي، ډېر چمتو یوو، که دوی په یوې اوونۍ یا تر اوونۍ په کمه موده کې دا تړون نقض کړي، پایلې بهیې وګوري."
ایران او د نړۍ سترو قدرتونو په ۲۰۱۵ کال کې اټمي تړون لاسلیک کړ چې په هغه کې د ایران د اټمي پروګرام د محدودولو په بدل کې، پر تهران د لوېدیځ د بندیزونو د لیرې کېدو موافقه شوې وه.
دغه موافقه د امریکا د پخواني ولسمشر بارک اوباما د ادارې پر مهال شوې وه، خو د ولسمشر ډونالد ټرمپ اداره اوس ادعا کوي چې په دغه تړون کې ځینې نیمګړتیاوې شته.
دی وایي، که چېرې د مې تر ۱۲مې دغه ستونزې هوارې نهشي، متحده ایالات به د تهران پر اټمي او توغندویي پروګرام نوي بندیزونه ولګوي.
فرانسه، بریتانیا او جرمني هڅه کوي چې د اروپایي ټولنې نور متحدین وهڅوي چې په ځانګړي ډول، د ایران پر توغندویي پروګرام د نویو بندیزونو ملاتړ وکړي.
دوی هیله لري چې په دې توګه ولسمشر ټرمپ وهڅوي چې متحده ایالات له دغه تړونه ونهوځي.
ولسمشر ټرمپ ایران تورنوي چې د دغه تړون ماهیتیې نقض کړی دی.
د ایران ولسمشر د ډونالد ټرمپ خبرداری له پامه غورځوي او وایي:
"۱۵ میاشتې کېږي چې دا ښاغلی واک ته رسېدلی او ادعاوې کوي، په دې موده کې د هغه په خبرو او چلند کې ډېر بدلونونه راغلي دي."
حسن روحاني وایي، د دې تړون اساس دومره پیاوړی دی چې په دې ۱۵ میاشتو کې د فشارونو سره سره د تړون اصلي جوړښت ثابت پاتې دی.
ولسمشر روحاني د سیمهيیزو چارو په اړه ټینګار وکړ چې تهران غواړي، یو ښه ګاونډی اوسي او د هېڅچا د ګواښونې هڅه نهکوي.
دا د سعودي عربستان هغو ادعاوو ته یو ښکاره ځواب و چې وایي، ایران په منځني ختیځ کې د نفوذ ډېرولو هڅه کوي.
روحاني په دې وینا کې په غیر مستقیم ډول په واکمن رژیم کې پر هغو تندلارو محافظهکارانو انتقاد وکړ چې وایي، دوی د لوېدیځ پر وړاندې ډېر نرم دریځ لري.
دی وایي، موږ سخت او نرم دریځ دواړو ته اړتیا لرو، خو ځیني کسان یوازې د سکې یو مخ ګوري.