د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۰

کابل ته د ترکیې صدراعظم د سفر په اړه د کابل چاپ ورځپاڼو تبصرې


کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې کابل ته د ترکیې د صدراعظم د سفر په اړه یو شمېر لیکنې چاپ کړې دي.

  • مسیر

مسیر خپلواکې ورځپاڼې دغه سفر ته په اشارې سره په خپله سرمقاله کې لیکلي، د ترکیې او افغانستان اړیکې ډېره مخینه لري او په‎دې وروستیو کلونو کې هم هغه هېواد له افغانستان سره ښې اړیکې پاللې دي، خو د سرمقاله لیکونکي په خبره افغان لوري له دغو اړیکو ښه استفاده نه‎ده کړې.

په سرمقاله کې په اسلامي نړۍ کې د ترکیې رول ډېر مهم ښودل شوی او ویل شوي چې افغانستان باید په‎دې برخه کې د ترکیې له رول او نفوذه ګټه واخلي.

د سرمقاله لیکونکي په باور ترکیې د افغانستان د سولې له پروسې سره له دوه اړخه مرسته کولای شي، هم پر پاکستان فشار راوړلی شي او هم پر طالبانو له خپل نفوذه ګټه اخیستلی شي.

ورځپاڼې دا هم لیکلي چې ترکیه په اسلامي نړۍ کې د افغان جګړې په وړاندې ذهنیت روښانه کولای او د یادې جګړې په پردۍ او نا مشروع ګڼلو کې مرسته کولای شي.

  • هېواد

هېواد دولتي ورځپاڼې بیا کابل ته د ترکیې د صدراعظم بن‌علي ییلدیریم د سفر او له ولسمشر غني سره‌یې د کتنې په اړه لیکلي دي.

په مطلب کې راغلي چې دواړو مشرانو د امنیتي، اقتصادي همکاریو، د ترورېزم سره د ګډې مبارزې، د سولې د پروسې، د پوهنې او لوړو زده‎کړو په برخه کې د همکارۍ، فرهنګي مناسباتو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د هر اړخیزو اړیکو د پیاوړتیا په اړه خبرې وکړې.

په مطلب کې دا هم راغلي چې ییلدیریم ښاغلي غني ته د افغانستان تر څنګ د ترکیې د پاتې کېدلو ډاډ ورکړی او د افغانانو په مشرۍ یې د سولې له پروسې ملاتړ کړی دی.

  • ملي ارمان

ملي ارمان خپلواکې ورځپاڼې بیا کابل ته د ترکیې د صدراعظم د سفر او له اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله سره‌یې د کتنې او رسنیو ته د خبرو په اړه لیکلي چې د ملي وحدت حکومت د ترکیې د لاسوهنې لپاره زمینه برابروي او غواړي د ټولو نافذه قوانینو نه په سرغړونې او د خپلو شخصي ګټو په خوندي کولو سره له ترکیې سره چې په داعش پاللو تورنه ده معامله وکړي.

د سرمقاله لیکونکي اشاره تر ډېره هغه هېواد ته د افغان-ترک ښوونځیو د مسؤلیت سپارلو موضوع ته ده او لیکلي یې دي چې دا د هغو کورنیو لپاره د منلو وړ نه‎ده کوم چې په دغو ښوونځیو کې یې ماشومان زده‎کړې کوي.

ورځپاڼه لیکلي، ترکیه دا حق هم نه‎لري چې د افغانستان د کورنیو مسایلو په اړه خپل نظر څرګند کړي.

په سرمقاله کې له افغان حکومته غوښتل شوي چې باید ملي ارزښتونه او د خپلو خلکو ګټې په پام کې وساتي او داسې کار ونه‌کړي چې پر تندي یې د خیانت مهر پاتې شي.

XS
SM
MD
LG