د منظور پشتین په مشرۍ د پښتون ژغورنې د غورځنګ پراخه غونډه نن په پیښور کې جوړه شوه.
دا غونډه په پښتون میشتو سیمو کې د ورکو خلکو د برخلیک، د بې محاکمې وژنو، د تلاشۍ په پوستو کې له ملکي وګړو سره د پوځیانو د ناوړه چلند په وړاندې د اعتراض لپاره جوړه شوې.
د پیښور پر رینګ روډ په نننۍ غونډه کې له خیبرپښتونخوا او بلوچستان ایالتونو او نورو پښتون میشتو سیمو څخه لسګونه زره کسانو برخه اخیستې وه.
د پښتون ژغورنې د غورځنګ مشرانو خپل اعتراض له څو اونیو راهیسې پیل کړی دی او وايي چې دوام به ورکړي.
په کراچۍ کې د وزیرستاني ځوان نقیب مسود د وژونکي پوځي افسر راو انوار محاکمه، له قبایلي سیمو څخه د ماینونو پاکول، د تلاشۍ د پوستو کمول او د پوځیانو له خوا د خلکو د ځورونو بندول، له محاکمې پرته د خلکو د وژنو بندول او د پوځي عملیاتو پرمهال د تروریستانو په نوم د نیول شویو تورنو کسانو محکمه یا خوشې کول د پښتون ژغورنې د غورځنګ مهمې غوښتنې دي.