د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۳۱ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۶:۳۰

ارزګان ولایتي شورا: طالبانو چورې ولسوالۍ ته د خوراکي موادو د لېږد مخه نیولې


د ارزګان د ولایتي شورا مسؤلینو او خلکو د شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې وسله والو طالبانو چوري ولسوالۍ ته د خوراکي موادو د لېږ مخه نیولې چې په خبره یې خلک له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

دوی زیاتوي چې په ياده ولسوالۍ کې اوس د خوارکي او غیري خوارکي توکو بې ډېرې لوړې شوي چې دولت یې باید غم وخوري.

د ارزګان ولایتي اداره هم مني چې یادې ولسوالۍ ته وسله والو طالبانو د خوارکي او غیري خوارکي توکو مخ نیولې، خو وايي چې د دې ستونزې د هوارولو په موخه يې د قومي مشرانو پر مټ هڅې پیل کړي دي.

داپه داسې حال کې ده چې دوې ورځې وړاندې بیا په یادې ولسوالۍ کې امنیتي
مسؤلینو پر خلکو په دې موخه اوبه تړلې وې چې ګڼې دوی به له خپلو سیمو څخه وسله وال طالبان شړي.

وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

په دې اړه د شریف الله شرافت راپور واورئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:44 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG