د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۵۳

په کابل ښار کې ماین چاودنو د ملي اردو ۶ منسوبین ټپیان کړل


د افغانستان د دفاع وزارت د اعلامیې پر اساس د کابل ښار د زړو مکروریانو په سیمه کې د دوه مقناطیسي ماینونو په چاودنو کې نن چهارشنبه سهار د ملي اردو شپږ منسوبین ټپيان شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې مخکې له دې د کابل پولیسو په یاده سیمه کې یوه چاودنه تأیید کړې وه.

تر اوسه د دې پېښې پړه کومې وسله‌والې ډلې نه‌ده منلې.

  • پخواني معلومات

د کابل ښار د زړو مکروریانو په سیمه کې نن چهارشنبه سهار یوه چاودنه شوې چې په‌کې دوه د ملي اردو منسوبین ټپيان دي.

د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند حشمت‌الله ستانکزي ازادي راډیو ته وویل، چاودنه شااوخوا اووه بجې د دفاع وزارت د وسلو او تخنیک ریاست مخې ته شوې ده.

نوموړی زیاتوي:

"نن سهار د کابل ښار د ۱۶مې امنیتي حوزې اړوند د زړو مکروریانو سره نږدې زموږ دوه تنه د ملي اردو منسوبین په دې پېښه کې ټپیان شوي دي."

ښاغلي ستانکزي وویل، معلومات لومړني دي او د پېښې د څېړلو لپاره به اقدام وشي.

  • پخواني معلومات

د کابل ښار د زړو مکروریانو په سیمه کې نن سهار یوه چاودنه شوې چې په‌کې دوه د ملي اردو منسوبین ټپيان دي.

د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند حشمت‌الله ستانکزي ازادي راډیو ته وویل، چاودنه د ملي اردو په یوه موټر کې د ځای پر ځای شوي ماین له امله وه.

د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند حشمت الله ستانکزی
د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند حشمت الله ستانکزی

دی وايي:

"نن سهار د کابل ښار د ۱۶مې امنیتي حوزې اړوند د زړو مکروریانو سره نږدې زموږ دوه تنه د ملي اردو منسوبین په دې پېښه کې ټپیان شوي دي."

ښاغلي ستانکزي وویل، د پېښې د څېړلو لپاره به ژر اقدام وشي.

  • پخواني معلومات

په کابل ښار کې د ملي اردو پر یوه موټر د مقناطیسي ماین چاودنه شوې ده.

په سیمه کې د ازادي راډیو خبریال وايي، د کابل په ۱۶مه حوزه کې د ملي اردو پر ځواکونو چاودنه شوې چې د تلفاتو په اړه‌یې تر اوسه رسمي معلومات نه‌شته.

افغان امنیتي چارواکو تر اوسه دا پېښه نه‌ده تأیید کړې.

تر اوسه کومې وسله‌والې ډلې د دې پېښې پړه نه‌ده منلې.

  • پخواني معلومات

په کابل ښار کې د یوې چاودنې غږ واورېدل شو.

تر اوسه د پېښې په اړه معلومات نه‌شته.

جزئیات وروسته ...

XS
SM
MD
LG