د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۴۳

روسی سوداګر مګمېدوف او ورور یې د میلیونونو ډالرو د اختلاس په تور ونیول شول


کرملېن وايي، په روسیه کې د یو میلیاردر سوداګر او د هغه د ورور نیول کېدل، د اداري درغلیو پر ضد مبارزه کې د حکومت د هڅو یوه برخه ده او هغه ادعاوې یې رد کړي چې ګوندې دا نیونې د سیاسي انګېزو پر بنسټ وې.

ضیاالدین مګمېدوف او ورور یې د روسیې د یوې محکمې په حکم د مارچ په ۳۱مه نېټه په دولتي بودجه کې د میلیونونو ډالرو د اختلاس په تور ونیول شول.

د ارتور مکسېډوف په نوم یو بل کس چې د فوټبال د نړیوال جام د سټډیوم په جوړولو کې یې د مګمېدوف سره د تړلې کمپنۍ مشري کوله هم نیول شوی دی.

د دې درې تنو په اړه دوه میاشتې په توقیف کې د ساتلو امر شوی دی.

د دوشنبې په ورځ د ولسمشر ولادیمیر پوتین ویاند دمیتري پسکوف ټینګار وکړ چې د دې روسي میلیاردر نیول کېدل ښيي چې روسیه د دولت د بودجې د څارنې په اړه جدي او سخت عمل کوي.

د ولسمشر ولادیمیر پوتین ویاند دمیتري پسکوف

پسکوف د هغو راپورونو په اړه هم له تبصرې ډډه وکړه چې وايي، په داسې حال کې چې ولسمشر پوتین د خپلې ولسمشرۍ څلورمې دورې ته داخلېږي، دا نیونې په روسیه کې د واک پر سر د کشمکش له کبله دي.

نوموړي خبریالانو ته وویل، دا د سیاسي شنونکو خبرې دي، راځئ هماغو ته‌یې پرېږدو.

مګمېدوف چې ویل کېږي، صدراعظم دمیتري مدودف ته په نږدې حلقه کې شامل دی، په روسیه کې د سوما په نوم د پانګونې د یو لوی ګروپ څښتن او د روسیې یو له بډایو سوداګرو څخه دی.

فوربز مجلې د نوموړي شتمني څه باندې یو میلیارد ډالر بللې ده.

نوموړي پر ده لګېدلي تورونه رد کړي چې په‌کې اختلاس او د یوې جنايي شبکې جوړول شامل دي.

  • بل نیول شوی مکسېډوف دی.

نوموړی په سوما ګروپ کې د هغې کمپنۍ مشري کوي چې د روسیې په کالینینګراد کې د فوټبال د یو سالون ساختماني چارې ترسره کوي.

روسی سوداګر مګمېدوف

سوما ګروپ ویلي، دوی د محکمې له پرېکړې سره موافق نه‎دي او غواړي چې د استېناف غوښتنه وکړي.

د پانګونې دې شرکت همدارنګه ویلي چې په‎دې برخه کې له دولتي څېړنو سره همکاري کوي.

ټاکل شوې ده چې روسیه به د فوټبال د نړیوال جام د هغو سیالیو کوربه‎توب وکړي چې د جون په ۱۴مه نېټه پیلېږي.

د دې لوبو لپاره په روسیه کې چمتووالی روان دی، خو په عین حال کې داسې راپورونه شته چې په دې هېواد کې د فوټبال د لوبغالو د جوړونې په ساختماني چارو کې درغلۍ او اختلاس شوی دی.

XS
SM
MD
LG