د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۴ چنګاښ ۱۴۰۵ کابل ۰۵:۱۳

خودورکوفسکي به د خپلو راتلونکو پلانونو په اړه څرګندونې وکړي

ټاکل شوې چې؛ له بنده خوشې شوی روسی سوداګر میخایل خودورکوفسکي نن د خپلو راتلونکو پلانونو په اړه څرګندونې وکړي.

خودورکوفسکي چې؛ د روسيي د ولسمشرولادمیر پوتین له خوا ورته بخښنه شوې، په برلین کې دی.

ټاکل شوې ده چې؛ میخایل خودورکوفسکي نن د برلین ښار په وال موزیم کې خبریالانو ته څرګندونې وکړي.

د روسېې د تیلو د دغه پخواني سوداګر زوی پاول خودورکوفسکي د خپل پلار د خوشې کیدو په اړه وویل:

"زه دلته په برلین کې ډیرخوښ یم ځکه چې زما پلار ازاد شوی دی.

زموږ د کورنۍ غړي په نهایت کې یو ځای شول، موږ ډیر خوښ یو چې له لس کاله جلاوالي وروسته بیا له یو بل سره یو."

میخایل خودورکوفسکي تیره جمعه د روسېې د ولسمشرولادمیرپوتین د عفوې د فرمان له مخې له بنده خوشې شو.

د مسکو اوسیدونکي له زندانه د خودورکوفسکي د خلاصون او سمدلاسه جرمني ته د هغه د سفرپه اړه بېلابېل نظرونه لري.

د مسکو ښار یو اوسیدونکي ګینادي کوزنیتوف وايي:

"هغه دا درک کړی چې خپلې شخصي اړیکې، شخصي ژوند او کورنۍ له خلکو سره د اړیکو په مقایسه غوره دي.

کیدای شوی چې؛ هغه لس کاله نورهم په بند کې تیر کړی وای بیا به څه ډول سړی ترې جوړیده."

میخایل خودورکوفسکي د کریملن له سختو منتقدانو شمېرل کیږي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیرجان کري د روسيي د جمهور رئیس له خوا د خودورکوفسکي د بخښلو هرکلۍ کړی دی.

کریملن ویلي د بشري دلایلو له مخې يې هغه له زندان څخه خوشې کړی دی.

د روسيي د ولسمشر ویاند دیمتري پیسکوف ویلي، خودورکوفسکي کولی شي هر وخت چې وغواړي روسيي ته ستون شي.
راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG