د افغانستان د ولسي جرګې يو شمېر غړي وايي، د سولې عالي شورا دفتر د حکومت لپاره د کمپاين په يوه مرکز بدل شوی او باید وتړل شي.
که څه هم د افغانستان د ولسي جرګې يو شمېر غړي د سولې عالي شورا خپلواکۍ او فعالیتونو ته د شک په سترګه ګوري، خو د سولې عالي شورا بیا په هېواد کې د تلپاتې سولې د ټینګښت لپاره د دې شورا پر اغېزمن رول ټنیګار کوي.
د ولسي جرګې د دوشنبې ورځې «۱۳۹۷ کال د وري ۱۳» عمومي غونډه د سولې موضوع ته ځانګړې شوې او ټاکل شوې وه چې د سولې عالي شورا مسؤلین ولسي جرګې ته د خپلو فعالیتونو او طرحو په اړه معلومات وړاندې کړي، خو دا چې د دې شورا يو شمېر چارواکي ولسمشر سره پکتیا ولایت ته تللي وو، نو ولسي جرګې ته حاضر نهشول.
د ولسي جرګې يو شمېر وکیلانو په ازادو بحثونو کې د سولې عالي شورا په ادرس سخت انتقادونه او د دې شورا د تړلو غوښتنهيې وکړه.
د دې شورا دوه غړي حمیدزی لالی او فوزیه کوفي وایي:
"د دې پر ځای چې د سولې عالي شورا سولې ته رسیدهګي وکړي، د کمپاین په مرکز بدل شوی چې څنګه د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو لپاره کمپاین وکړي، څنګه دوی قومي تفرقې جوړې او فېسبوکي کمپاین مخته يوسي، نو دغه شورا دې لغوه او پر ځای دې بله شورا جوړه شي."
"دغې شورا کې داسې کسان دي چې له خپلو کورنیو سره ستونزې لري، نو دوی به څنګه طالبان د سولې خبرو ته چمتو کړي، دا ټول د شخصي علایقو او اړیکو له مخې مقرر شوي، د دوی میليوني لګښتونه مشخص نهدي، په کارونو کې يې شفافیت نهشته او د قانون خلاف يو تشکیل رامنځته شوی."
د ولسي جرګې د دغو وکیلانو په خبره، تر کومه چې اوسنۍ شورا لغوه نهشي او پر ځای یې يو بل بېپرې او خپلواک ادرس رامنځته نهشي، د سولې روانې هڅې کومه نتیجه نهورکوي.
دا لومړی ځل نهدی چې د ولسي جرګې وکیلان دا غوښتنه کوي، بلکې له دې وړاندې یې هم څو ځلې ویلي چې د افغانستان د سولې په تړاو ټولې لويې پرېکړې، د حکومت رهبري کوي او د افغانستان د سولې عالي شورا موجودیت سمبولیک دی.
د دوی په خبره، د سولې عالي شورا له پیله تر اوسه هېڅ لاسته راوړنه نهلري او د افغانستان پر ولس يو اضافي بار دی.
دا په داسې حال کې ده چې د سولې عالي شورا مشر محمد کریم خلیلي ویلي چې دغې شورا په تېر کې ځينې ستونزې درلودې، خو په خبرهیې چې د نوې کړنلارې له مخې به خپل هدف په جدي توګه تعقیب کړي.
په ورته وخت کې د سولې عالي شورا ویاند احسان طاهري بیا د ولسي جرګې د يو شمېر وکیلانو انتقادونو ته په ځواب کې داسې وویل:
"د یو شمېر موضوعاتو په تړاو لکه د کمپاين د دفتر او بودجې په اړه چې کوم انتقادونه شوي، موږ له دوی غواړو چې په دې اړه موږ ته اسناد وړاندې کړي، راشئ موږ ته ښې طرحې راکړئ، سم نظارت وکړئ او له هغه وروسته چې موږ ونهتوانېدو، نو موږ تر پوښتنې لاندې یوو او تاسو ته به ځواب درکړو."
خو له دې ټولو سره سره د سیاسي چارو کارپوه فیض محمد ځلاند وايي، د افغانستان د سولې عالي شورا د وسلهوالو مخالفینو او نورو ډلو لپاره اعتمادي مرکز نهدی، نو ښه به وي چې د افغانستان د سولې موضوع د يوې سیمهییزې اجماع له لارې مطرح شي.
د ده په خبره، دا چې د سولې په برخه کې ټولې واګې او چارې د حکومت په لاس کې دي، نو د سولې عالي شورا موجودیت ته کومه اړتیا نهلیدل کېږي.
راپور: واصل وصال