د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۰۷

د سوریې په غوطه کې د «فیلق‌الرحمن» ډلې سخت‎دریځو دوما سیمه پرېښوده


د سوریې د حکومت د مخالفو ملېشو یوه ډله چې په محاصره کې دي، له ختیځې غوطې په وتلو موافقه کړې ده.

د سوریې په ختیځه غوطه کې د فیلق‌الرحمن ډلې سخت‎دریځو دوما سیمه پرېښوده.

دوی په هغو بسونو کې سپاره شول او له سیمې ووتل چې له حکومت سره د موافقې پر اساس ورته تیار شوي وو.

د سوریې د بشري حقونو د څار اداره وایي، شااوخوا ۱۳۰۰ جنګیالي او ملکیان د موافقې پر اساس د ختیځې غوطې له دوما سیمې ایستل کېږي.

دوما په ۲۰۱۱ میلادي کال کې د بشار الاسد د رژیم پر ضد د پاڅونو له زړو سیمو یوه ده چې اوس ترې سخت‎دریځې د موافقې پر اساس وځي.

د سوریې رژیم په دوما ښار کې په روغتونونو او هستوګنو سیمو کې د وخت پاڅونونه په بمباریو ځواب کړل او لارې یې وروتړلې، څو مرستې ورونه‌رسېږي.

په‎دې سیمه کې د اسلامي اردو په نوم د یوې ډلې اصلي مرکز و چې ډېر وخت‌یې د حکومت پر ضد کلک مقاومت وکړ.

د سوریې په پوځ پورې یوې تړلې خبري اژانس پرون یکشنبه ناوخته راپور ورکړ چې د اسلامي اردو په نوم ډلې موافقه کړې چې د سوریې شمال ته ولاړه شي.

د سوریې په شمال کې د دې سیمې کنټرول د مخالفینو او ترکیې په لاس کې دی.

له غوطې د ملېشو او د هغوی د کورنیو د ایستلو موافقه لاسلیک شوې

له دوما سیمې د سخت‎دریځو په وتلو سره دا سیمه رسماً د دمشق په کنټرول کې راځي.

که دا موافقه چې د سوریې دولتي رسنیو او د بشري حقونو څارونکو ډلو یې په اړه راپور ورکړی سم وي، په ختیځې غوطې د سوریې د رژيم د څو اوونیو سختو بمباریو او فشارونو نتیجه ده.

اخوا په بریتانیا کې مېشته د سوریې د بشري حقونو څارونکې ډلې پرون یکشنبه سهار راپور ورکړی چې د روسیې پوځي پولیس به د دوما ښار د نظارت لپاره مؤظف شي.

سوري ملېشو تر اوسه په‎دې اړه کومه تبصره نه‎ده کړې.

راپور: صفي‎الله ستانکزی

XS
SM
MD
LG