د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۰ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۴:۴۴

چارواکي: د ملا مصطفی وژنه په بدخشان کې د اویغور او نورو ترهګرو فعالیتونه کموي


افغان پوځي چارواکي وايي، په بدخشان کې د ختیځ ترکستان یا اویغور وسله‎والې ډلې د مرستیال وژنه به د دې ډلې فعالیتونه تر ډېره کم کړي.

د افغانستان په شمال کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو ویاند حنیف رضايي ازادي راډیو ته وویل چې د ختیځ ترکستان د وسله‎والې ډلې مرستیال ملا مصطفی د افغان پوځیانو له‎خوا په جرم ولسوالۍ کې وژل شوی دی.

رضايي وايي، د ملا مصطفی وژنه چې چین ورباندې انعام هم ټاکلی و، په بدخشان کې د اویغور او نورو بهرنیو ترهګرو فعالیتونه د پام وړ کموي.

نوموړی وايي:

"د ختیځ ترکستان د ډلې د مرستیال وژنه په بدخشان کې د بهرنیو ترهګرو د راتلو مخه نیسي. دی «ملا مصطفی» یو ډېر کلیدي شخص و، ځکه د چین حکومت هغه یو ګواښ باله او د وژل کېدو یا نیول کېدو لپاره‌یې شپږ میلیونه ډالره انعام ټاکلی و."

رضايي وویل، د ختیځ ترکستان د ډلې پر مرستیال سربېره یو بل چینايي تبعه، یو تاجکی او پنځه وسله‎وال طالبان وړمه شپه د افغان پوځیانو له‎خوا وژل شوي او ۱۳ نور ټپیان دي.

د چین حکومت تېر کال د شینجیانګ په یوه ګڼ مېشتي ښار ختن کې اعلان وکړ چې د ترورېستي فعالیتونو د خبر ورکولو لپاره خلکو ته انعام ورکوي چې د ځينو انعامونو اندازه تر ۱۰ میلیونه ډالرو هم اوښتې ده.

ختن
ختن

له بدخشان سره په پوله د چین په لیرې پراته شینجیانګ ولایت کې اویغور ټبري مېشت دي چې له ډلې يې ځیني په بریدونو او ترورېستي فعالیتونو تورن دي.

د دوی وسله‎وال فعالیتونه د ترکستان اسلامي نهضت په نوم روان دي چې د شمال لوېدیځ چین د اویغور مېشتې سیمې د خپلواکۍ لپاره کار کوي او په افغانستان کې د طالبانو له ملاتړ برخه‌مند دي.

د افغانستان دفاع وزارت د ویاند دفتر سرپرست جنرال محمد رادمنش وايي، ملا مصطفی د نورو بهرنیو ترهګرو په څېر د افغانستان د جنوبي ګاونډ له‎خوا تجهیز او اداره کېده، څو دلته ورانکاره فعالیت وکړي او زموږ اړیکې له نورو هېوادونو سره خرابې کړي.

جنرال محمد رادمنش
جنرال محمد رادمنش

نوموړی وايي:

"دوی د پاکستان د چترال له لارې کران او منجان ته تللي او بیا له دې ځایه ځانونه وردوج او جرم ته رسولي. له دې کسانو یو تن ملا مصطفی چې اصلاً د چین له اویغوریانو و، د افغان پوځیانو د عملیاتو په مټ له‎منځه یوړل شو."

پاکستان که څه هم د افغان حکومت او امریکا له‎خوا د ترورېستانو په ملاتړ تورن دی، خو وايي چې خپله د ترورېزم قرباني دی او دا نه‌مني چې ګواکې وسله‎وال دې‎خوا را اړوي.

افغان او بهرنیو ځواکونو په بدخشان کې د اویغور وسله‎والو د له‎منځه وړلو لپاره پخوا هم د هڅو خبر ورکړی و.

تېر میلادي کال په افغانستان کې د امریکايي او ناټو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جان نېکلسن ویلي و چې په بدخشان کې د اویغور وسله‎والو د له‎منځه وړلو لپاره هوايي بریدونه کېږي.

راپور: صفي‌الله ستانکزی

XS
SM
MD
LG