د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۴۴

ولسمشر غني پکتیا ته په خپل سفر کې څو پروژې پرانېستلې


ولسمشر محمد اشرف غني د یوه لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشرۍ په یو دوه ورځني سفر پکتیا ولایت ته ولاړ.

جمهور رئیس محمد اشرف غني د یکشنبې په سهار ګردېز ته له رسېدو وروسته په هغه ولایت کې څو پروژې پرانېستلې.

ښاغلي غني په پیل کې د ارغندي-ګردېز د ۲۲۰ کيلو ولټه برښنا د لين او د ګردېز د ۲۲۰ کيلو ولټ سب سټیشن پرانېسته وکړه.

د دغه لېن ټول ظرفيت ۳۰۰ میګا واټه دی او اوس‎مهال د ګردېز سب سټېشن ته ۳۲ ميګا واټه برېښنا لېږدوي.

د دې تر څنګ د ولسمشر غني په لارښونه د پکتیا د امینه قوماندانۍ د کمپلکس د بنسټ ډبره هم کېښودل شوه.

په دغه کمپلکس ټول ۴۵ میلیونه افغانۍ لګښت راځي چې د ۱۵ میاشتو په موده کې به بشپړه شي.

ولسسمشر غني په دغه سفر کې د ګردیز-زرمت د سړک د کار پرانېسته هم وکړه.

د دغې پروژې ټول لګښت ۵۸۰ میلیونه افغانۍ دی او حکومت يې د ۱۷ میاشتو په موده کې د جوړېدو ویلي دي.

پکتیا ته د ولسمشر د سفر پر مهال د هغه په حضور کې د شهیدانو، معلمینو او مامورینو د ښارګوټي او د پکتیا د صنعتي ښارګوټي نقشې هم لاسلیک شوې.

جمهوري ریاست وايي، د یادو پروژو د پرانېستو تر څنګ ولسمشر محمد اشرف غني د هغه ولایت عمومي امنیتي وضعیت ارزوي او له همدې امله به د خلکو له بېلابېلو قشرونو سره وګوري.

د جمهور رئیس د ویاند مرستیال دوا خان مینه‎پال
د جمهور رئیس د ویاند مرستیال دوا خان مینه‎پال

د جمهور رئیس د ویاند مرستیال دوا خان مینه‎پال په‎دې اړه ازادي راډيو ته وویل:

"ولسمشر به د دې پروژو د پرانېستلو تر څنګ د پکتیا د علماوو، متنفذینو، قومي مشرانو، مدني ټولنو، ځوانانو او د ښځو له شبکو سره هم ناستې لري او د دغه ولایت وضعیت ارزوي."

دا د ملي وحدت د حکومت له جوړيدو راهیسې پکتیا ته د ولسمشر محمد اشرف غني دريیم سفر دی.

ولسمشر غني دغه ولایت ته دا سفر داسې مهال کوي چې څه باندې دوه میاشتې وړاندې هغه په کابل کې د لويې پکتیا د قومونو سره په یوه غونډه کې ویلي و چې په لویه پکتیا کې داسې انکشافي پروژو د تطبیق پلان لري چي له امله به یې د هغه ولایت خلکو په ژوند کې مثبت بدلون راشي.

د صنعتي چارو یو کارپوه خان ولي بشرمل وايي، په بېلابېلو سیمو کې د زیربنايي پروژو تطبیق د افغانانانو دوامداره ثبات او پرمختګ ته لار هواروي.

نوموړی وايي:

"دغه پروژې د خلکو په ژوند کې بنسټیز بدلون راوستلای شي، د بېلګې په توګه له‎دې سره روزګار او صنعت ته زمینه برابرېږي، د کلیو، ولسوالیو او ولایت تر منځ واټن له‎منځه وړي، دا ټول کارونه یو کلیدي بدلون دی او دا هغه نښې دي چې دوامداره ثبات او پرمختګ ته لاره هواروي."

ښاغلی بشرمل وايي، په پکتیا او نورو ولایتونو کې د پروژو د عملي کولو لپاره باید سیمه‎ییزې ادارې هم ځانګړې پاملرنه ولري او د عملي کولو لپاره یې باید کاري ظرفیت په تخنیکې توګه وروزل شي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG