د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۴۴

ولسمشر غني د ځینو پروژو د پرانیستې لپاره پکتیا ته تللی


ولسمشر محمد اشرف غني نن یکشنبه سهار وختي په پکتیا ولایت کې د ځينو پراختیايي پروژو د پرانیستې په خاطر دغه ولایت ته سفر کړی دی.

د ولسمشر د ویاند مرستیال دوا خان مینه پال ازادي راډيو ته وویل، ښاغلی غني سهار وختي هغه ولایت ته رسېدلی او تمه ده چې د ورځې په جریان کې هلته د مهمو پراختیايي پروژو پرانیسته وکړي.

دا چې ولسمشر غني کومې پروژې پرانیزي، ښاغلي مینه پال ازادي راډيو ته وویل:

"جمهور رئیس نن سهار د پکتيا د سب سټېشن د پرانيستې، د ګردېز- زرمت د سړک، د شهيدانو، معلمينو او مامورينو د ښارګوټي، د پکتيا صنعتي پارک او د امنيې قوماندانۍ د نوي تعمير د کار د پرانيستې او د امنيت د عمومي وضعیت د ارزونې په موخه پکتیا ته ولاړ."

له دې پروژو د سب سټېشن کارونه بشپړ شوي او ګټې اخیستنې ته به وسپارل شي، خو تر څنګ یې نورې پروژې چې د هغه ولایت د خلکو مهمې غوښتنې وې، نوې پرانیستل کېږي.

د پکتیا ځينو اوسېدونکو ازادي راډيو ته وویل، د ګردیز- زرمت سړک چې له نورو ولایتونو سره د ګردیز په نښلولو کې خاص رول لري، د پخواني حکومت په دوره کې یې دوه ځله کارونه پیل شوي، خو بشپړ نه شول.

دوی وايي، دا سړک او نورې پرانيستونکې پروژې د دوی لپاره ځانګړی اهمیت لري

د دې تر څنګ، ولسمشرۍ ماڼۍ وايي چې ښاغلی غني د ورځې په جریان کې د پکتیا د بېلابیلو ټولنو، د هغې له ډلې د پکتیا د علماوو، قومي مشرانو، مدني فعالانو، ځوانانو او د ښځو د شبکو او بنسټونو سره هم ګوري.

XS
SM
MD
LG