د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۱۷

پاکستان د افغان کډوالو د پاتې کېدو موده د جون تر اخره تمدید کړه


د پاکستان حکومت په دې هېواد کې د افغان کډوالو د پاتې کېدو موده د راتلونکې جون میاشتې تر اخره تمدید کړه.

پاکستاني چارواکو د جمعې په ورځ وویل له دې هېواد څخه يې په زوره د افغان کډوالو د ایستلو ضرب الاجل د راتلونکې جون میاشتې تر پایه پورې غځولی دی.

د پاکستان د حکومت یوه ویاند شوکت اقدس د جرمني خبري اژانس ته ویلي دي چې په دې موده کې به د افغان کډوالو د وتلو د پروسې پر چټک کولو کار کېږي.

د پاکستان کابینې د روان مېلادي کال په پای کې اعلان کړی و چې د جنورۍ تر پایه باید ټول افغان کډوال له دې هېواد څخه ووزي، خو اسلام اباد خپله دا پرېکړه بدله کړه او افغانانو ته يې د مارچ تر اخره د پاتې کېدو اجازه ورکړه.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږي کوونکي ادارې تېره اوونۍ وویل چې ۷ لکه افغان کډوال به سږ کال له پاکستان څخه خپل هېواد ته ستانه کړي.

د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو د چارو وزیر سید حسین عالمي بلخي ازادي راډیو ته وویل چې دوی هم سږ کال له پاکستان او ایران څخه د افغان کډوالو د راستنولو لپاره یو لړ پروګرامونه لري:

بلخي: موږ د یو میلیون بېرته راستنېدونکو لپاره پر پلان کار کوو.
بلخي: موږ د یو میلیون بېرته راستنېدونکو لپاره پر پلان کار کوو.

"موږ د یو میلیون بېرته راستنېدونکو لپاره پر پلان کار کوو چې ۷ لکه يې له پاکستان او پاتې يې له ایرانه راځي، هیله مند یوو چې موږ به دا پلان یا په روانه او یا په راتلونکې اوونۍ کې د کډوالو او بېځایه شویو په عالي کمېټه او وروسته بیا په کابینه کې بشپړ کړو، له هغې وروسته به د دې پلان د عملي کېدو لپاره ګامونه اخلو."

ښاغلي بلخي وویل له پاکستان او ایران نه د دې افغان کډوالو ستنېدل به د دې کډوالو په خوښه وي.

د کډوالو عالي کمېشنرۍ ویلي دا مهال له پاکستان څخه په داوطلبه توګه د یو میلیون او څلور لکه افغان کډوالو د ستنولو پروګرام لري خو د دې کمېشنرۍ په وینا امکان لري نور کډوال د جون تر پایه په زوره وایستل شي.

د کډوالو او راستنېدونکو د چارو وزارت وايي په ۲۰۱۶ مېلادي کال کې یو میلیون او یو لک او ۴۷ زره افغان کډوال بېرته هېواد ته ستانه شوي وو خو په ۲۰۱۷ کال بیا دا شمېره اویا په سلو کې راټیټه شوه او یوازې ۴ لکه او اته شپېته زره افغانان بېرته ستانه شول.

XS
SM
MD
LG