د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۴۶

شمېرې: په افغانستان کې د «HIV» نږدې ۷۵۰۰ پېښې موجودې دي


د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وتلی سندرغاړی فرهاد دریا د «اېچ. ای. وي» اېډز ویروس سره د مبارزې لپاره د ښه نیت سفیر په توګه اعلان کړ.

افغان سندرغاړی فرهاد دریا د «اېچ. ای. وي» اېډز د کنټرول ملي پروګرام د ښه نیت د سفیر په توګه په‎داسې حال کې ټاکل شوی چې په افغانستان کې په «اېچ. ای. وي» اېډز د اخته کسانو شمېر مخ په زیاتېدو دی.

د افغانستان د عامې ورغتیا وزارت او د روغتیا نړیوال سازمان د شمېرو له مخې دا مهال په تخمیني ډول په افغانستان کې نږدې د «اېچ. ای. وي» ۷۵۰۰ پېښې موجودې دي.

د عامې روغتیا وزیر فیروز الدین فیروز
د عامې روغتیا وزیر فیروز الدین فیروز

د عامې روغتیا وزیر فیروز الدین فیروز د چهارشنبې په ورځ په دې اړه جوړې شوې غونډې ته وویل:

"مهاجرتونه او د پوهې د کچې ټيټوالی له هغو عواملو دي چې ممکن د «اېچ. ای. وي» اېډز شمېر ډېر کړي، نو په‎دې خاطر اړتیا ده، څو د وتلو او محبوبو کسانو په مرسته دغه مبارزه چټکه کړو او دا مبارزه به مثبته نتیجه ورکړي."

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت په وینا، یوازې په ۱۳۹۶ لمریز کال کې د «اېچ. ای. وي» اېډز ۲۵۰ پېښې ثبت شوې دي.

په هېواد کې د کوکنارو کښت، د مخدره موادو تولید او قاچاق، بې‎کاري، اقتصادي ستونزې، ناامني، مهاجرتونه، پرانیستي سرحدونه او داسې نور، د یادې ناروغۍ د پراخېدو عمده لاملونه ښودل شوي دي.

فرهاد دریا د «اېچ. ای. وي» اېډز ویروس سره د مبارزې لپاره د ښه نیت سفیر په توګه اعلان شو.

په افغانستان کې د دغه ویروس د لېږد لوی لاملونه نامشروع جنسي اړیکې، د ککړو پېچکاریو کارول او د وینې انتقال بلل کېږي.

وتلی افغان سندرغاړی فرهاد دریا چې د «SAARC» یا د سیمه‎ییزو همکاریو سازمان له لوري د «اېچ. ای. وي» اېډز د کنټرول د ملي پروګرام د ښه نیت سفیر غوره شوی وايي، د «اېچ. ای. وي» اېډز ناروغانو او ټولنې ترمنځ د یوې ګډې پولې په توګه به خپله دنده په پوره لېوالتیا ترسره کړي.

افغان سندرغاړی فرهاد دریا
افغان سندرغاړی فرهاد دریا

ښاغلي دریا په دې اړه رسنیو ته وویل:

"زه په‎دې ویاړم چې د «اېچ. ای. وي» اېډز ناروغانو او ټولنې ترمنځ د یوې ګډې پولې په توګه دنده پر مخ وړم، موږ په یوه پنځه کلن پروګرام هم کار کوو، څو له دغو ناروغانو سره مرسته وشي."

ښاغلی دریا په «اېچ. ای. وي» اېډز اخته د هغو کسانو په وړاندې بد چلند او تبعیض دردونکی ګڼي او له رسنیو غواړي چې د دغه ویروس د انتقال د مخنیوي په برخه کې خلکو ته عامه پوهاوی ورکړي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، دا مهال د هېواد په بېلابېلو برخو کې د «اېچ. ای. وي» اېډز د مخنیوي او درملنې ۱۳ مرکزونه موجود دي او هڅې روانې دي څو د دغې ناروغۍ سره د مبارزې لپاره نور اړین اقدامات هم ترسره کړي.

راپور: ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG