د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۵ مرغومی ۱۴۰۴ کابل ۰۴:۴۲

اورزولا فن در لاین: په افغانستان کې به د جرمني پوځيانو شمېر زیات شي


د جرمني د دفاع وزیره چې په دوه ورځني سفر افغانستان ته راغلې، تېره ورځ‌يې په بلخ ولایت کې ویلي چې د غوڅ ملاتړ مأموریت پوځيان به د افغان دولت مخالفو وسله‎والو ته اجازه ورنه‎کړي چې افغانستان په خپلو امن پټن‎ځایونو بدل کړي.

اورزولا فن در لاین دغه‌شان ویلي چې په افغانستان کې به د جرمني پوځيانو شمېر زیات شي.

د نوموړې په خبره تازه‌دمه سرتېري به د نورو هغو جرمني سرتېرو د امنیت د ټینګښت مسؤلیت ولري چې افغان پوځ ته سلا مشورې ورکوي.

د افغانستان په شمال کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو ویاند محمد حنیف رضايي د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د وري ۰۶» ازادي راډیو ته وویل چې د جرمني د دفاع وزیرې په وینا ډېر ژر به د هغه هېواد نوي پوځيان افغانستان ته راشي.

نوموړي زیاته کړه:

"د پوځيانو په ډېرولو بحث وشو، کومه لېدنه چې د المان د دفاع وزیرې او د شاهین قول اردو قوماندان ترمنځ وشوه، په دې اړه کومې شمېرې وړاندې نه‎شوې، خو دا وویل شول چې په بلخ کې به د الماني مشاورینو شمېر زیات شي او دا کار به په نږدې ورځو کې وشي."

دا په داسې حال کې ده چې له دې مخکې د جرمني پارلمان هوکړه کړې چې په افغانستان کې به له ۹۸۰ نه د خپلو سرتېرو شمېر۱۳۰۰ ته زیات کړي.

یو شمېر رسنیو راپورونه ورکړي چې د جرمني دفاع وزیرې بلخ ته د خپل سفر پر مهال دا هم ویلي چې افغانستان تر دې دمه دې ته چمتو نه‎دی چې امنیتي مسؤلیت په غاړه واخلي.

د دفاع وزارت مرستیال ویاند محمد رادمنش
د دفاع وزارت مرستیال ویاند محمد رادمنش

د افغانستان د دفاع وزارت د ویاند دفتر سرپرست محمد رادمنش که څه هم د المان د دفاع د وزیرې د دې څرګندونو په وړاندې غبرګون نه‎ښيي، خو وايي چې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو په ځانګړي ډول د جرمني سرتېرو موجودیت د افغان ملي اردو د وړتیاوو د لوړولو په برخه کې ډېر مهم دی.

د راپورونو پر اساس د المان د دفاع وزیرې خپلو سرتېرو ته دا هم ویلي چې په افغانستان کې دې د یو اوږد مهاله مأموریت لپاره تیاری ونیسي.

اغلې اورزولا فن در لاین په داسې حال کې په افغانستان کې د جرمني سرتېرو د زیاتېدو خبره کړې چې دا مهال د هېواد په یو شمېر سیمو کې د مخالفو وسله‎والو حملې د زیاتېدو په حال کې دي.

په افغانستان کې د المان پوځي مأموریت هر کال د هغه هېواد د فدرالي پارلمان له‌خوا تصویبېږي.

له ۲۰۱۴ میلادي کال راهیسې چې په افغانستان کې د جرمني پوځيانو جګړه‎ییز مأموریت پای ته رسېدلی، دا دوهم ځل دی چې په‎دې هېواد کې د الماني پوځيانو شمېر زیاتېږي.

د یو شمېر افغان پوځي کارپوهانو په باور د بهرنیو ځواکونو زیاتېدل د افغانستان د امنیت له ښه کېدو سره مرسته کولای شي.

د افغانستان دفاع وزارت پخوانی لوی درستیز شیر محمد کریمي د دوشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې نړیواله ټولنه باید په افغانستان کې د سرتېرو د ډېرېدو تر څنګ د افغان دفاعي او هوايي ځواک د تجهیز برخې ته هم پام واړوي.

د افغانستان دفاع وزارت پخوانی لوی درستیز شیر محمد کریمي
د افغانستان دفاع وزارت پخوانی لوی درستیز شیر محمد کریمي

نوموړی وايي:

"په اوسنیو شرایطو کې موږ لا هم د نړیوالو ځواکونو مرستې ته اړتیا لرو، په ځانګړي ډول د ښوونې او روزنې او د هوايي ځواک د پیاوړتیا په برخه کې، دغه‌شان د اړتیا وړ ځایونو کې د توپ‌خانو ځای پر ځای کول."

ښاغلی کریمي دغه‌شان وايي، د بهرنیو په ځانګړي ډول د جرمني سرتېرو زیاتول په دې معنی نه‎دی چې د افغانستان ملي اردو د امنیت د ټینګښت وړتیا نه‎لري.

نوموړی ټینګار کوي چې د افغانستان وسله‎وال پوځ باید په لا پرمختللو وسلو او جنګي الوتکو سمبال شي.

راپور: اکرام‎الله اکرام

XS
SM
MD
LG