د ولسي جرګې اداري پلاوی د ګلبدین حکمتیار وروستۍ څرګندونې چې د افغانستان پارلمان یې سوداګریز مارکېټ بللی و، بې بنسټه بولي او وايي چې دا شان څرګندونې دوی ته کوم ارزښت نه لري.
د افغانستان پر ملي شورا د حزب اسلامي د مشر ګلبدین حکمتیار انتقاد د ولسي جرګې د اداري پلاوي د يو شمېر غړو له غبرګون سره مخ شوی.
د ولسي جرګې لومړي مرستیال همایون همایون چې د دغې جرګې د شنبې د ورځې د ناستې مشري يې کوله، د حزب اسلامي له مشره وغوښتل چې په راتلونکي کې دې له داشان څرګندونو ډډه وکړي.
نوموړي زیاته کړه:
"زه شخصاً دې خبرو ته ځکه ارزښت نه ورکوم چې ښاغلی حکمتیار هم د دې وطن دی او د هېواد د نورو وګړو په شان کولای شي په دې اړه نظر ورکړي، خو دا چې هغه د يو لوی حزب رهبر دی، نو داسې څرګندونې ورسره نه ښايي، نو زموږ هیله ورنه دا ده چې په راتلونکي کې دې د ولسي جرګې په اړه داسې بې بنسټه څرګندونې نه کوي."
دا په داسې حال کې ده چې د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار د تېرې دوشنبې په ورځ ننګرهار ته ولاړ او هلته یې په يوه غونډه کې د افغانستان په ملي شورا انتقاد وکړ او ويې ویل چې د افغانستان اوسنۍ ملي شورا په یوه سوداګریز مارکېټ بدله شوې ده.
د حزب اسلامي مشر له خلکو وغوښتل چې په راتلونکو انتخاباتو کې دې وړو کسانو ته رأیه ورکړي.
له دې وړاندې د افغانستان د مشرانو جرګې رئیس فضل هادي مسلمیار هم د یادو څرګندونو په غبرګون کې ویلي وو چې که ښاغلی حکمتیار د ځينو شخصیتونو او ملي شورا په وړاندې خپلو داشان تعرض ډوله څرګندونو ته دوام ورکړي، دوی به هم چوپ پاتې نه شي.
ښاغلي مسلمیار د تېرې سې شنبې په ورځ د مشرانو جرګې په عمومي ناسته کې د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار ته په خطاب کې وویل چې ننګرهار د علم او ادب ټاټوبی دی، نه د وژنکو او ټوپکیانو.
خو له دې ټولو سره سره ښاغلی حکمتیار په خپل دریځ ټينګار کوي.
نوموړي د شنبې په ورځ په يوه خبري ناسته کې د دغو غبرګونو په ځواب کې وویل:
"په اوسني پارلمان کې ځيني داسې وکیلان هم شته چې موکلین يې پرې شرمېږي، دا شان وکیلان بیا مه پرېږدئ چې پارلمان ته لاړ شي، له بده مرغه ځينو کړیو تحریف او افترا ته لار هواره کړه، حساسیتونه او مخالفتونه يې وښودل، هغه هم په داسې حال کې چې ما د کوم مشخص کس نوم نه دی اخیستی."
په ورته وخت کې يو شمېر افغان کارپوهان وايي، د هېواد په اوسنیو شرایطو کې ګوندونه او د خلکو استازي باید د مخالفتونو پرځای، ملي يووالي ته کار وکړي او پرې نږدي چې د هېواد دښمنان له دغه وضعیته ګټه پورته کړي.
دا انتقادونه په داسې حال کې دي چې له دې وړاندې یو شمېر استازو پر يوه بل د فساد تورونه لګولي او په معاملو یې تورن کړي دي.
بل خوا د افغانستان د ولسي جرګې يو شمېر غړي هم د ښاغلي حکمتیار وروستۍ څرګندونې تائيدوي او د دریځ ملاتړ یې کوي.
د دغو وکیلانو له ډلې عبدالطیف پدرام وايي، د حزب اسلامي د مشر ګلبدین حکمتیار خبرې ډېری پرځای دي او په دې اړه باید څېړنې وشي.
راپور: واصل وصال