د افغانستان د مشرانو جرګې رئیس د حزب اسلامي د رهبر ګلبدین حکمتیار د تېرې ورځې د څرګندونو په غبرګون کې وايي، که حکمتیار د ځینو شخصتیونو او ملي شورا په وړاندې خپلو تعرض ډوله څرګندونو ته دوام ورکړي، نو دوی به هم چوپ پاتې نهشي.
فضلالهادي مسلمیار د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د کب ۲۹» د مشرانو جرګې په عمومي ناسته کې د حزب اسلامي رهبر ګلبدین حکمتیار ته په خطاب کې وویل چې ننګرهار د علم او ادب ټاټوبی دی، نه د قاتلینو او ټوپک سالارانو.
د ښاغلي مسلمیار په خبره، ښاغلي حکمتیار د دوشنبې په ورځ ننګرهار ته سفر کړی و او هلتهيې په يوه غونډه کې پر ځینو شخصیتونو او د ملي شورا پر غړو لفظي تعرض کړی دی.
نوموړي زیاته کړه:
"د حکمتیار صاحب په ګډون مې له ټولو سیاسیونو نه غوښتنه دا ده چې پر شخصیتونو تعرض او پر خلکو نیوکه د ډموکراسۍ اصل نهدی، زما عرض به ده ته دا وي چې ننګرهار د علم او ادب کور دی، نه د قاتلینو او ټوپک سالارانو، د ننګرهار خلک د علم او ادب خلک دي نهقاتلین، تاسو که خپلو خلکو ته کمپاین کوئ د وینا اداب هم په نظر کې ونیسئ، موږ په دې اړه جدي ملاحظه لرو که په راتلونکي کې دې ډول خبرو ته ادامه ورکړل شي نو موږ هم چوپ نهشو پاتې کېدای."
خو ښاغلي مسلمیار دا څرګنده نهکړه چې د حزب اسلامي مشر په خپلو خبرو کې د هېواد پر کوم شخصیت لفظي تعرض کړی دی.
دا په داسې حال کې ده چې د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار د دوشنبې په ورځ ننګرهار ته لاړ او هلتهیې په يوه غونډه کې د افغانستان پر پارلمان انتقاد وکړ.
د ښاغلي حکمتیار په خبره د افغانستان اوسنی پارلمان په يوه تجارتي مارکېټ بدل شوی.
د حزب اسلامي مشر له خلکو وغوښتل چې په راتلونکو ټاکنو کې دې شایسته او وړو خلکو ته رأیه ورکړي.
په همدې حال کې د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي ګوند يوه ویاند حشمتالله ارشد د سې شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې ښاغلي حکمتیار په خپلو خبرو کې د هېواد پر هېڅ يوه شخصیت تعرض نهدی کړی او نهيې هم چا ته سپکاوی کړی.
نوموړي د افغانستان د پارلمان په اړه د حکمتیار له څرګندونو دفاع وکړه او ویېویل چې يو شمېر کسان د جهاد له نوم نه په استفادې سره د پردیو په ګټه فتواوې صادروي.
- خو د ښاغلي ارشد په باور د ښاغلي حکمتیار د څرګندونو په وړاندې د مشرانو جرګې د رئیس غبرګون د څه له امله دی؟
ارشد وویل:
"زموږ مجاهد ورور حکمتیار صاحب تېره ورځ ډېر واضح وغږېد، پوهېږم کوم نظریات چې ښاغلي مسلمیار لرل د ښاغلي سیاف په دستور و چې د حکمتیار صاحب د خبرو په وړاندې يې منفي غبرګون ښودلی."
يو شمېر افغان کارپوهان د حزب اسلامي د رهبر او د مشرانو جرګې د رئیس ترمنځ راپورته شوې لفظي شخړه د هېواد په ګټه نهبولي او وايي چې په اوسنیو حالاتو کې باید د هېواد امنیت ته ډېره پاملرنه وشي.
د دغو کارپوهانو له ډلې ودیر صافي ازادي راډیو ته وویل چې ښاغلي حکمتیار ته هم نهښايي چې د ملي شورا د غړو په وړاندې دومره جدي دریځ اختیار کړي.
راپور: واصل وصال