د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پرون جمعه د زړورو ښځو د کلنۍ جاېزې، لس تنه ګټونکې اعلان کړې.
په هغو لسو مېرمنو کې چې پرون جمعه د امریکا د ولسمشر مېرمنې په خپل لاس، د ۲۰۱۸ میلادي کال د زړورتیا جاېزې ورکړې، یوه افغانه فلم جوړونکې، رویا سادات وه.
د امریکا حکومت هر کال، د نړۍ لسو ښځو ته چې خلکو ته یې له زړورتیا ډک، بشري خدمت کړی وي، د جرأت او زړورتیا جایزه ورکوي.
د امریکا د ولسمشر مېرمنې، میلانیا ټرمپ پرون جمعه په واشنګټن کې په دې اړه په ځانګړو مراسمو کې وویل:
"هغه مېرمنې چې موږ یې نن زړورتیا لمانځو، اتلانې دي."
رویا سادات چې پرون جمعه دا جایزه ورکړل شوه، فلمونه جوړوي او له ډېرو ستونزو او محدودیتونو سره هڅه کوي چې د افغانو ښځو د حقوقي او ټولنیز وضعیت په اړه نړیوالو ته معلومات ورکړي او د خلکو پام ور ته را واړوي.
د امریکا د زړورو ښځو د جاېزو په ګټونکو کې یوه افغانه فلم جوړونکې هم وه.
هغې د جایزې تر ګټلو لنډه شېبه وړاندې، ازادي راډیو ته وویل:
"په واشنګټن کې دا غونډه هڅونکې او تعلیمي اړخ لري. په دې ډول، موږ زدهکوو چې د هغو سترو ستونزو په اړه چې په ټوله نړۍ کې خلک په بېلابېلو ډولونو ورسره مخامخ دي، څرنګه خبرې وکړو."
د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت د زړورو ښځو د جاېزې نورې ګټونکې، د قزاقستان، کوسوا، ګواتیمالا، هندوراس، عراق، ایټالیا، رواندا او ټایلنډ وې چې هرې یوې د بشري حقونو لپاره له بېلابېلو لارو، زړوره مبارزه کړې ده.