د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۱۴

روسیې ته د دغه هېواد پر وړاندې د بریتانیا د نورو اقداماتو ګواښ


وروسته له هغې چې مسکو د لندن د یوه مخکني ورته اقدام په غبرګون کې د روسیې له خاورې د ۲۳ بریتانوي ډیپلوماتانو د ایستلو امر وکړ، د بریتانیا صدراعظمې وویل چې هېواد به یې د روسیې په وړاندې نور اقدامات هم وکړي.

د بریتانیا صدراعظمې تریزا مې د شنبې په ورځ په لندن کې د خپل محافظه کارګوند پسرلنۍ غونډې ته وویل چې د روسیې له دې پرېکړې وروسته چې ۲۳ بریتانوي ډیپلوماتان له خپلې خاورې باسي، د مسکو په وړاندې به نور اقدامات هم وکړي.

د بریتانیا صدراعظمه تریزا مې
د بریتانیا صدراعظمه تریزا مې

نوموړې وویل:

"نن په مسکو کې زموږ سفير ته د روسيې د حکومت له خوا د هغه ګام په اړه چې هغوى يې اوچتوي، خبر ورکړل شوی، د روسيې مخکني پاروونکي چلند ته په پام سره، موږ د داسې ځواب اټکل کړى و، موږ به له خپلو متحدانو او همکارانو سره يوځاى په راتلونکو ورځو کې پر نورو اقداماتو غور وکړو."

د بریتانیا صدراعظمې دغه راز وویل چې د روسیې دغه اقدام به دا حقیقت چې د بریتانیا په خاوره کې د دوکسانو د وژلو هڅه شوې وه، بدل نه کړي او زیاته یې کړه، د دغې پېښې په اړه له دې پرته چې د روسیې دولت مسؤل وبلل شي، بله نتیجه نشي اخیستل کېدای.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت وویل چې د بریتانیا د هغه اقدام په ځواب کې چې له خپلې خاورې یې د ۲۳ روسیي ډیپلوماتانو د وتلو امرکړی، ورته اقدام کوي او ۲۳ بریتانوي ډیپلوماتان له خپلې خاورې باسي.

د بهرنیو چارو وزارت دغه پرېکړه په مسکو کې د بریتانیا سفیر لاوري بیستو ته چې د شنبې په ورځ یې ورغوښتی و، اعلان کړې ده.

له غونډې وروسته بیستو خبریالانو ته وویل چې دغه کړکېچ د هغه څه نتیجه ده چې ده پر بریتانیا ویروونکې حمله وبلله چې په روسیه کې د تولید شویو کیماوي وسلو څخه په استفادې، د دوو کسانو د وژلو هڅه شوې وه.

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزارت وویل چې له روسیې یې د دا ډول غبرګون تمه کوله او د امنیت شورا به راتلونکې اوونۍ په غونډه کې د روسیې په وړاندې د نورو اقداماتو په اړه غور وکړي.

د بریتانیا صدراعظمې تریزا مې وویل چې دا په هېڅ ډول نشي زغملای چې د اتباعو او په خپله خاوره کې د نورو ژوند یې له ګواښ سره مخ شي.

۶۶ کلن د روسیې پخوانی جاسوس سرګې سکریپال او د هغه لور یولیا څه کم دوه اوونۍ مخکې د بریتانیا په سالیزبري ښار کې د اعصابو په فلجوونکو موادو چې ویل کېږي یوازې په پخواني شوروي اتحاد کې تولیدېدل، مسموم شول، دواړه تراوسه په روغتون کې تردرملنې لاندې دي او روغتیایي وضعیت یې هم خطرناک دی.

مسکو په دې پېښه کې هرډول لاس لرل رد کړي دي.

XS
SM
MD
LG