د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۷

اترا: د مخابراتي مالیاتو په راټولو او کنټرولولو کې به شفافیت رامنځته شي


"اترا" یا د مخابراتي خدمتونو تنظیموونکې اداره وايي، د مخابراتي محصولاتو د راټولو لپاره یې د یوه نوي سیستم په رامنځته کولو لاس پورې کړی چې تړون یې له یوه شرکت سره شوی دی.

دغه اداره ډاډ ورکوي چې د یو نوي سیستم په نصبېدو سره به، د مخابراتي خدمتونو د مالیاتو په راټولو او د عوایدو په کنټرولولو کې بشپړ شفافیت رامنځته شي.

د دغې ادارې رئيس نجیب الله عزیزي د شنبې په ورځ په کابل کې په یوې خبرې ناسته کې وویل چې په دې برخه کې له یوه شرکت سره تړون شوی او په لږه موده کې به، د مخابراتي محصولاتو دغه نوی سیستم منتاژ شي.

نوموړي زیاته کړه:

"په خواشینۍ سره چې د ریل ټایم پروژې په قانون کې په پام کې له نیول شوي وخته زیاته موده ونیوله، خو وتوانېدو چې له یوې کمپنۍ سره تړون وکړو چې په ترڅ کې به یې هم د کریډېټونو له درکه ۱۰ فیصده مالیات راټول کړو او هم به له مخابراتي درکه په خپلو ټولو عایداتو کې شفافیت راولو."

د افغانستان دولت دوه کاله وړاندې د کريډېټ کارتونو له درکه، د مخابراتي خدمتونو په ټولو پېردونکو ۱۰ فیصده ټېکس وضع کړ.

د وزیرانو شورا دغه پرېکړه د ملي شورا له سخت غبرګون سره مخ شوه او د ولسي جرګې ځینو غړو وویل، د مخابراتو وزارت د تدارکاتو پروسه په پام کې نه ده نیولې او په دې کار یې اقدام کړی چې شفافیت هم په کې ترپوښتنې لاندې دی.

له همدې امله ملي شورا د وزیرانو شورا دغه مصوبه رد کړه.

خو له دې ټولو مخالفتونو سره سره دغه کار دوام وموند.

د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ وزارت په هغه وخت کې منلې وه چې په دغه سیستم کې له شفافیت څارنه نشته، نو ځکه هڅه کوي چې د مخابراتي خدمتونو د مالیاتو د راټولو لپاره د ریل ټایم یا د وخت د سنجش رښتینی سیستم جوړ کړي.

اوس چې پر دغه ژمنه دوه کاله اوړي، د اترا اداره هم منی چې په دغه کار کې نیمګړتیا رامنځته شوې او دغه اداره نه ده توانېدلې چې نوی سیستم فعال کړي .

د ولسي جرګې د مواصلاتو او مخابراتو د کمېسیون غړی میربت خان منګل وايي، د موضوع په تړاو به د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ مسؤلین د دغه کمېسیون ناستو ته راوغواړي.

دی وایي:

"موږ به د دې برخې مسؤلین کمېسیون ته راوبولو او وبه یې پوښتو چې په دغه برخه کې پرمختګ شوی که نه، په دې تړاو کارکولای شی او که نه؟ خو په ټوله کې باید ووایو چې په دغه پروسه کې شفافیت نه شته."

که څه هم د مخابراتو وزارت وايي، په تېرو دوو کلونو کې یې له مخابراتي خدمتونو له لارې اته میلیارده افغانۍ محصول راټول کړی او هڅه کېږي چې په دغه پروسه کې شفافیت موجود وي، خو ښاغلی منګل ټینګار کوي چې د مخابراتي خدمتونو د مالیاتو په راټولو کې پراخ فساد موجود دی.

د ده په خبره، کوم راپورونه چې دوی ترلاسه کړي، ښيي چې د مخابراتي خدمتونو د مالیاتو درېیمه برخه ورک کېږي.

دی وايي، که دغه لړۍ دوام وکړی، ولسي جرګه به یې په اړه پرېکړه وکړي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG