د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۰۳

نیویارک ټایمز: زموږ دې تر ټولو اوږدې جګړې په اړه رښتیا ووایئ!


  • وال سټریټ ژورنال

امریکايي قوماندان وايي، د افغانستان د سولې لپاره شرایط د ښه کېدو په حال کې دي، وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې په همدې عنوان یوه مقاله لیکلې ده.

په افغانستان کې د امریکايي او ناټو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جان نیکلسن د چهارشنبې په ورځ د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د سولې په اړه خوشبیني ښودلې ده.

ورځپاڼې لیکلي چې مخکیني چارواکي او کارپوهان اندېښنه لري چې د امریکا ډيپلوماټیکي سرچینې د حل‎لارې موندلو لپاره کافي نه‎دي.

ورځپاڼه لیکي چې طالبانو ته د ولسمشر غني د سولې جامع وړاندیز او له امریکا سره د خبرو په خاطر د طالبانو وروستۍ غوښتنه په داسې وخت کې کېږي چې امریکا او ملګرو یې په افغانستان کې پوځي عملیات د زرګونه تازه دمیو سرتېرو په مټ پیل کړي دي.

د افغانستان د سولې لپاره شرایط د ښه کېدو په حال کې دي.

د ورځپاڼې په لیکنه کې راغلي چې د خبرو په خاطر د واشنګټن د وړتیا او لېوالتیا په سرمخکنیو چارواکو او شننونکو ځیني پوښتنې راولاړې کړي دي.

وال سټریټ ژورنال لیکي:

ځینې دا خلک د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا د ځانګړي استازیتوب د پوسټ د لېرې کولو په باب د لېرې کړای شوي بهرنیو چارو وزیر رکس ټېلرسن د تېر کال پرېکړه یادوي.

لاورل میلر تر ۲۰۱۷ کاله پورې په افغانستان او پاکستان کې د امریکا د ځانګړي استازي دنده مخته وړې ده.

ورځپاڼې د میلر په حواله ویلي چې که بنسټیزو او رښتینو خبرو ته هڅې کېږي امریکا داسې کس ته اړه ده چې خپل ټول وخت دې کار ته ځانګړی کړي.

  • نیویارک ټایمز

نیویارک ټایمز ورځپاڼې په سرمقاله کې زموږ د تر ټولو اوږدې جګړې په اړه رښتیا ووایئ تر عنوان لاندې یو مطلب لیکلی دی.

د مقالې د لیکوال په باور د افغانستان شاوخوا ۱۷ نیم کلنه جګړه د امریکا په تاریخ کې تر ټولو اوږده جګړه ده چې په میدان کې به پای ته ونه رسېږي.

د مقالې په دوام کې راغلي چې دا جګړه یوازې د مذاکرې په میز د حل وړ ده.

د ورځپاڼې په باور طالبانو ته له قید او شرط پرته د ولسمشر غني د تېرې میاشتې وړاندیز د خبرو د ترسره کېدو په خاطر د ستاینې وړ کار دی.

خو ورځپاڼه دا هم لیکي چې دا وړاندیز له موانعو سره مخ دی.

نیویارک ټایمز لیکي:

طالبانو ته د غني د وړاندیز پایله دا ده چې د طالبانو ډله د یوه مشروع سیاسي ګوند په توګه وپېژندل شي، د دې ډلې بندیان خوشې او د ملګرو ملتونو بندیزونه ترې لېرې شي.

ورځپاڼه لیکي چې په بدل کې طالبان باید د افغانستان حکومت په رسمیت وپېژني او د ښځو د حقونو په شمول د قانون حاکمیت ته درناوی وکړي.

صفي الله ستانکزی

XS
SM
MD
LG