د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ کب ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۴۷

خلک: دولت دې د ارزګان-کندهار د لویې لارې امنیت خوندي کړي


د ارزګان ولایت خلک له دولت څخه غوښتنه کوي چې د ارزګان-کندهار د لویې لارې امنیت خوندي کړي.

د دغه ولایت یو شمېر اوسېدونکو د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د کب ۲۲» ازادي راډيو ته وویل چې د ارزګان-کندهار لویه لار په دې وروستیو کې ناامنه شوې او وخت ناوخت وسله‌والو طالبانو د ټرافیکو پر مخ تړلې وي او زیات وخت د درنو جګړو شاهده هم وي.

دوی وايي، خلک پر یاده لار په ډاډه زړه تګ راتګ نه‌شي کولای.

د ترینکوټ ښار ۲ تنو اوسېدونکو سلطان او محمد ابراهیم ازادي راډيو ته داسې وویل:

"د ارزګان-کندهار ترمنځ پر لویې لارې اوس هره ورځ وسله‌والو طالبانو ځنځیر اچولی وي او هغه کسان له موټرو څخه ښکته کوي کوم څوک چې په دولت کې دنده لري."

"زه یو ښوونکی یم له ارزګان نه کندهار ولایت ته اوس نه‌شم تلی ځکه وسله‌والو طالبانو ۱۵ ورځې وړاندې پر یاده لار ۳۰ ملکي کسان برمته کړي او ما به نو کله پرېږدي او بل پر دغه لاره هره ورځ جګړه روانه وي."

دغه خلک پر داسې مهال د ارزګان-کندهار د لویې لارې د امنیت غوښتنه کوي چې شااوخوا ۱۵ ورځې وړاندې د یادې لارې په اوږدو کې وسله‌والو طالبانو ۳۰ ملکي کسان برمته کړل چې د هغوی له ډلې تر دا مهاله ۹ تنه راخوشې شوي او پاتې نور لاهم د وسله‌والو طالبانو سره دي.

په ورته وخت کې بیا د ارزګان د ولایتي ادارې مسؤلین بیا د یادې لارې د ناامنه کېدو پړه د کندهار پر امنیتي مسؤلینو وراچوي او وايي چې هغوی د یادې لارې په ساتلو کې پاتي راغلي دي، د دوی په خبره چې د یادې لارې ۹۰ سلنه امنیت ساتل د کندهار د امنیتي مسؤلینو په غاړه دی.

د والي ویاند دوست محمد نایاب دغه‌راز ازادي راډيو ته وویل چې دوی هم پلان لري څو د یادې لارې پر سر یو شمېر نورې امنیتي پوستې واچوي.

دوست محمد نایاب
دوست محمد نایاب

ښاغلي نایاب وویل:

"موږ منو چې د ارزګان-کندهار لویه لاره اوس ناامنه شوې، خو زموږ په مربوطاتو کې نه‌ده، دغه لاره چې اوس ناامنه ده او زیاتره وخت د ټرافیکو پر مخ تړلې وي، د کندهار د امنیتي مسؤلینو په مربوط ساحه کې تړلې وي او هلته ناامنه وي، موږ په خپل مربوط ساحه کې ښه امنیت خلکو ته راوستلی دی."

خو د کندهار امنیتي مسؤلین بیا د ارزګان د والي د ویاند دغه خبرې ردوي او وايي چې په خپل مربوط ساحه کې به په خپل ټول توان سره د خلکو امنیت خوندي کړي.

د کندهار د امنیه قوماندانۍ ویاند ضیا دُرانی.
د کندهار د امنیه قوماندانۍ ویاند ضیا دُرانی.

د کندهار د امنیه قوماندانۍ ویاند ضیاء دراني ازادي راډيو ته داسې وویل:

"موږ تل هڅه کړې او سرتېرو مو قربانۍ هم ورکړي څو د دغې لارې امنیت خوندي کړو او زموږ وطن‌وال په ښه زړه پر یاده لاره تګ راتګ وکړي، کله چې وسله‌وال طالبان پر کوم ځای سر راپور ته کړي موږ يې په نښه کوو."

د یادونې وړ ده چې د ارزګان-کندهار دغه لویه لاره چې شااوخوا ۳۶۰ کېلو متره اوږدوالی لري زیاتره وخت د درنو جګړو شاهد وي او دغه‌راز پر یاده لار تلونکې سپرلۍ د کندهار په مربوطاتو کې د مېشو امنیتي سرتېرو له چلند څخه شکایت کوي او وايي چې غیر قانوني پیسې ورڅخه اخلي او سپکې سپورې ورته کوي.

راپور: شریف‌الله شرافت

XS
SM
MD
LG