د کندز ولایتي شورا وايي، د دغه ولایت د هوايي ډګر د بیارغونې په پروژې کې نېږدې ۵۰۰ میلیونه افغانۍ حیف و میل شوي او زیاتوي چې دغه هوايي ډګر په معیاري توګه نه دی رغول شوی.
د کندز د ولایتي شورا رئیس محمد یوسف ایوبي په دې اړه ازادي راډيو ته وویل:
"د هوايي ډګر د کار کیفیت ډېر ټیټ دی او په هغه شکل سره چې باید کار شوی وای کارنه دی شوی، خو موږ غواړو چې دغه ډګر باید په معیاري ډول ورغول شي."
بل خوا د دغه ولایت د ولایتي شورا منشي فوزیه یفتلي هم وايي چې باید اړوند ارګانونه د هوايي ډګر د بیارغونې پروژې په اړه ډېر ژر خپلې څېړنې پیل کړي او د دغې پروژې له پلې کوونکو سره د قانون په رڼا کې چلند وکړي:
"بدبختانه هوايي ډګر په اساسي ډول نه دی رغول شوی واقعاً زه د خلکو په استازیتوب د میدان له جوړولو څخه راضي نه یم او باید په دې اړه پلټنې وشي او د دغې پروژې نېمګړتیاوي په ګوته کړي، ترڅو دغه مېدان په اساسي او استندرد ډول ورغول شي."
د معلوماتو له مخې د کندز د هوايي ډګر د رنوې کرښه د دوه نیم کېلومټره په اوږوالي سره له تخنیکي تجهیزاتو او د نوي ترمینل سره رغول شوې ده او اړوند چارواکي وايي چې ډېر ژره به په کې نړیوالې او د هېواد دننه الوتنې پيل شي.
خو له دې سره سم د نوموړي هوايي ډګر سرپرست آمر نجات صابري وايي چې د یادې پروژې د تړون چارې د ملي تدارکاتو له لورې بشپړه او د پخواني والي اسدالله عمرخېل او د هوايي ډګر د پخواني آمر انور سادات پر وخت تسلیم کړل شوي دي:
"هرڅوک ځانته شخصي نظر لري ښايي دا د ولایتي شورا خپل شخصي نظر وي، خو د پروژې کار د نقشې له مخې سم پلې شوی او کومه ستونزه په کې نه لېدل کېږي او د ملکي هوايي چلند ادارې ته سپارل شوی، ځکه د پروژې چارې د ملي تدارکاتو له لورې پرمخ وړل شوي دي."
د کندز په هوايي ډګر کې اوس مهال یوازې پوځې الوتکې ناستې او الوتنې کوي، خو د دغه ولایت د هوايي ډګر چارواکي وايي چې تراوسه پورې د دغه ډګر د بیارغونې چارې نه دې بشپړي شوي او په بشپړېدو سره به یې ډېر ژر له دغه هوايي ډګر څخه کورنۍ او بهرنۍ التونې پیل شي.
راپور: اجمل ارین