د ولسي جرګې يو شمېر وکیلانو د ملي شورا په ودانۍ کې د دغې جرګې د ځينو غړو د ساتونکو لهخوا په ډزو کولو انتقادونه وکړل او د دوی اندېښنې یې راپارولې دي.
د دغې جرګې يوه غړي الله ګل مجاهد د ولسي جرګې د دوشنبې ورځې په عمومي ناسته کې وویل چې د ملي شورا ودانۍ ته د وسلهوالو ساتونکو ننوتل او د دوی لهخوا د ډزو کول يو ناسم عمل او د وکیلانو امنیت ته ګواښ دی.
نوموړي زیاته کړه:
"تېره ورځ دوی لږ تر لږه د کلاشینکوف او پيکا دوه زره مرمۍ یې فایر کړې، امنیتي پولیس هلته ولاړ دي، خو بیا هم ساتونکي د راکټ او پیکا سره د ولسي جرګې ودانۍ ته ننوځي، که داسې وي، نو ځانمرګي هم دلته ننوتی شي."
ښاغلی مجاهد وايي، د ملي شورا امنیتي مسؤلین باید د وکیلانو امنیت ته پاملرنه وکړي او د د دغې شورا ودانۍ ته د وکیلانو د ساتونکو د ننوتلو مخه ونیسي.
په ورته وخت کې د ولسي جرګې يوه بل غړي ګل پاچا مجیدي هم د تېرې ورځې پر پېښې انتقاد وکړ او ويېویل:
"که کوم کس د اسلحې سره پارلمان ته داخل شو، زه له هم هغه ورځې وروسته بیا پارلمان ته نهځم، ځکه دلته زموږ خوندیتوب تر پوښتنې لاندې دی."
دا په داسې حال کې ده چې د يو شمېر راپورونو له مخې، تېره ورځ د ولسي جرګې د لومړي مرستیالۍ څوکۍ ته د همایون همایون له بریالي کېدو وروسته يو شمېر وسلهوال ساتونکي د ملي شورا ودانۍ ته داخل او ډزې يې وکړې.
همداراز همایون همایون او نذیر احمدزی چې د ولسي جرګې د لومړۍ مرستیالۍ څوکۍ ته کاندیدان و، يو بل ته لفظي ګواښونه هم وکړل.
همایون همایون په حکومت د نیوکو او نذیر احمدزي د حکومت په ملاتړ د یو بل ادرس ته تندې خبرې وکړې.
د ولسي جرګې د دوشنبې د ورځې په عمومي ناسته کې همایون همایون وویل، د ملي شورا په ودانۍ کې ډزې د ده ساتونکو نه، بلکې د نذیر احمدزي ساتونکو کړي، خو نذیر احمدزي بیا وویل چې ډزې د همایون همایون ساتونکو کړي، نه د ده ساتونکو.
دواړو لورو د يو پلاوي له لوري د دغې قضیې د څېړلو غوښتنه وکړه او ښاغلي همایون ټینګار وکړ، دغه عمل که د هر چا لهخوا شوی وي، باید څارنوالۍ ته معرفي شي.
په ورته وخت کې د ولسي جرګې رئیس عبدالرؤف ابراهیمي وویل چې ولسي جرګه د تقابل ځای نهدی او وکیلان دې خپل شخصي مشکلات له شورا بهر حل کړي.
نوموړي د تېرې ورځې د پېښې په اړه اندېښنه وښوده او زیاتهیې کړه:
"کومه کړنه چې تېره ورځ شوې، ډېره افسوسناکه او د وکیلانو لپاره د اندېښنې وړ ده، موږ د ملي شورا د امنیت رئیس ته دنده سپارلې او په دې برخه کې له ټولو وکیلانو هیله کوو چې د ملي شورا د امنیت د ساتلو په برخه کې له امنیتي مسؤلینو سره همکاري وکړي."
د ولسي جرګې رئیس دا هم وویل چې د وکیلانو ساتونکي د ملي شورا له ودانۍ بهر د دوی د ساتنې دنده لري او د شورا په داخل کې د امنیت د ټینګښت مسؤلیت له امنیتي مسؤلینو سره دی.
په همدې حال کې د حقوقي چارو کارپوه عبدالکبیر رنجر وايي، له وسلو سره د ملي شورا ودانۍ ته د وکیلانو د ساتونکو ننوتل د دغې جرګې د غړو حیثیت ته زیان رسوي.
نوموړی ټینګار کوي چې د تېرې ورځې پېښه دې په هر اړخیز ډول د عدلي او قضايي ارګانونو لهخوا وڅېړل شي.
راپور: واصل وصال