د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۲۱

بوسټن هیرالډ: افغان جګړې ته دې معقولې لارې جوړې شي یا دې پای ته ورسېږي


  • بوسټن هیرالډ

خپرونې په خپله وروستۍ ګڼه کې د افغانستان په اړه یو مطلب خپور کړی دی چې عنوان‌يې دی؛ یا دې د افغانستان د جګړې لپاره معقولې لارې جوړې شي، یا دا جنګ پای ته ورسوئ.

بوسټن هیرالډ لیکي:

نن دوشنبه په افغانستان کې د امریکا د تاریخ د تر ټولو اوږدې روانې جګړې ۶ زره ورځې پوره کېږي.

خپرونه وايي، د متحده ایالاتو لپاره د افغانستان روانه جګړه په دوهمه نړیواله جګړه کې د امریکا د ښکېلتیا د مودې څلور برابره ده.

د مطلب لیکونکي، د افغانستان د جګړې په اړه د امریکا د اوسنیو او پخوانیو لوړ رتبه مقاماتو ځینې څرګندونې نقل کړې دي.

خپرونې د امریکا د ۲۰۰۲ میلادي کال د وخت د دفاع د وزیر ډونالډ رامسفلډ د هغه مهال خبره نقل کړې ده چې ویلي یې و «په افغانستان کې جګړه ختمه شوه.»

بوسټن هیرالډ د همدې خبرې په اړه په بګرام اډه کې د متحده ایالاتو د اوسني مرستیال ولسمشر مایک پنس د ۲۰۱۷ میلادي کال د ډسمبر میاشتې دا جمله نقل کړې ده چې ويې‌ویل:

«دی باور لري چې د تېر هر وخت په مقایسه اوس کامیابي نږدې ده.»

خپرونې په دې مطلب کې لیکلي دي چې متحده ایالات افغانستان ته له داسې مأموریت سره لاړ چې د افغانستان په ګاونډ کې يې اتحادي پاکستان ورسره مخالف و.

پاکستان چې د بوسټن هیرالډ په وینا د امریکا د مرکزي استخباراتو پخواني افسر سټېف کال د لیکنې پر اساس پوځي استخبارات‌يې له طالبانو ملاتړ کړی دی.

  • ناین نیوز

د استرالیا ناین نیوز خپرونې بیا په افغانستان کې د استرالیا د ۱۷ کلن پوځي مأموریت په اړه یوه مقاله خپره کړې ده.

ناین نیوز لیکي:

استرالیايي ځواکونه ۱۷ کاله وړاندې د نړیوال ائتلاف په چوکاټ کې په افغانستان کې ځای پر ځای شول او ښايي د استرالیا زیات شمېر وګړي خبر نه‎وي چې لا هم زموږ ۳۰۰ سرتېري په افغانستان کې خدمت کوي.

دا سرتېري د افغانستان په مختلفو سیمو کې ځای پر ځای دي چې د افغانستان د سولې او ثبات لپاره د ناټو تړون د غوڅ ملاتړ د روزنیز مأموریت تر قوماندې لاندې مهم رول لوبوي.

دا خپرونه لیکي:

د هېواد سړي او ښځې يې په داسې وخت کې په افغانستان کې پوځي خدمت کوي او په ځمکني او هوايي چارو کې افغان ځواکونو ته روزنه ورکوي چې دا هېواد لا هم د پوهنې، روغتیا، خوراکي موادو د کمښت او د فقر له ستونزو سره مخامخ دی.

XS
SM
MD
LG