یوه ترکۍ الوتکه په ایران کې لوېدلې او ټول ۱۱ سپرلۍ یې وژل شوي دي.
دا الوتکه له متحده عربي اماراتو ترکیې ته روانه وه.
د ترکیې د سره صلیب د کمېټې مسؤل په ټویټر ویلي چې د الوتکې اته مساپر او درې عمله وژل شوي دي.
کریم کنیک ویلي چې په وژل شویو کې د حسین بشاران شتمنې کورنۍ یوه غړې شامله ده.
د ترکیې د ټرانسپورت وزارت هم ویلي چې الوتکه د بشاران کورنۍ وه او اته مساپر او درې عملهیې درلودل.
په وژل شویو کې د حسین بشاران لور ۲۸ کلنه مینا بشاران هم شامله ده.
تمه وه هغه راتلونکې میاشت واده وکړي.
بشاران پانګهوال د تورېزم، مالي چارو، ودانیزو چارو او انرژۍ په برخه کې کار کوي او د رماډا لوکس هوټل او رماډا پلازهیې خپله ده.
«ډي.اېچ. اې» ترکي خبري اژانس ویلي چې مینا له خپلو اووه خورلڼو سره دبۍ او شارجې ته په چکر تللې وه چې استانبول ته په لار دا پېښه پرې وشوه.
د ایران د بېړنیو حالاتو د ادارې ویاند مجتبی خالدي ویلي، دا الوتکه پرون یکشنبه له شارجې استانبول ته روانه وه چې په کُرد ښار کې د بدې هوا په خاطر له غره سره ولګېده او اور یې واخیست.
کُرد ښار د تهران سوېل ته په ۳۷۰ کېلو مترۍ کې پروت دی.
خالدي ویلي، الوتکه سوځېدله او ټوټې یې له ورایه ښکارېدې.
د ایران د بېړنیو حالاتو د ادارې ویاند دا هم ویلي چې د ژغورنې ډله د الوتکې د سقوط سیمې ته د رسېدو په لټه کې ده، خو سیمه غرنۍ ده او سختې لارې ورغلې دي.
په یوه میاشت کې دا په ایران کې د الوتکې د لوېدو دوهمه مرګونې پېښه ده.
تر دې مخکې د فبرورۍ په ۱۸مه د اسمان شرکت یوه الوتکه له تهران یاسوج ته روانه وه چې له دنا غرونو سره ولګېده او ټوله ۶۶ سپرلۍ یې ووژل شوه.
راپور: صفيالله ستانکزی