د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۸ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۲:۱۴

د کرکټ افغان ملي لوبډلې نیپال ته ماتې ورکړه


د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د نړیوال جام لپاره د غوراوي په سیالیو کې له درېيو پر له پسې ماتو وروسته پرون نیپال ته ماتې ورکړه.

دا مسابقه د افغانستان لوبډلې له نیپال څخه په ۶۸ توپونو او ۶ ویکټو وګټله.

پچه نیپال وګټله او لومړی یې په خپله بیټنګ وکړي.

نیپال د ټولو لوبغاړو د سوځېدو په پای کې ۱۹۴ منډې جوړې کړې.

افغان لوبډله تر ډېره په متفاوت جوړښت د توپ وهنې یا بیټنګ میدان ته راووته.

راشد خان جاوید احمدي پرانېستګر لوبغاړي وو.

راشد خان په ۲۴ توپونو ۲۱ او جاوید احمدي په ۸۸ توپونو ۲۶ منډې وکړې.

ورپسې رحمت شاه په ۷۷ توپونو ۴۶ او محمد نبي په ۴۲ توپونو ۳۴ منډې وکړې.

نجیب الله ځدراڼ ۵۲ او سمیع الله شینواري ۸ منډې وکړې.

دواړه تر پایه ونه سوځېدل.

XS
SM
MD
LG