د ننګرهار د مرکز جلالاباد ښار یو شمېر اوسېدونکي او مدني فعالان په دې ښار کې د هدفي وژنو د زیاتېدو په اړه اندېښمن دي.
د ننګرهار مرکز جلالاباد ښار چې له امنیتي اړخه تر ډېره خوندي ګڼل کېده، خو په وروستیو کې د ناامنۍ او انسان تښتونې پېښو، هدفي وژنو او وسلهوالو غلاوو د دې ښار اوسېدونکي او مدني فعالان سخت اندېښمن کړي دي.
دوی وايي، جلالاباد ښار اوسمهال د ولسوالیو په پرتله ډېر ناامنه دی او سیمهییز چارواکي د خلکو د سر او مال د امنیت په تأمین کې پاتې راغلي دي.
دغه مدني فعالان وايي چې اوسمهال د جلالاباد ښار په پرتله د دې ولایت په ولسوالیو کې د امنیت احساس کوي.
دوی وايي، اوسمهال د دې ولایت د ولسوالیو په پرتله جلالاباد ښار ډېر ناامنه دی.
د دې ښار دوو تنو اوسېدونکو زیارمل افغان او رحمتالله زیارمل د پنجشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل:
"زه په خپله چې کله د جلالاباد له ښاره د کومې ولسوالۍ پر خوا ځم د امن احساس کوم، دا ښار په یو زندان بدل شوی داسې زندان چې هر وخت قاتل وغواړي د همدې څلور دېوالۍ په دننه کې خلک خپل هدف ګرځولی شي."
"داسې هېڅ ورځ نهشته چې ننګرهار د یوې یا دوه پېښو شاهد ونهاوسي، د تېرې سې شنبې په ورځ ما یوازې د یوې ورځې ارقام راټول کړي وو، په دې ورځ د ننګرهار په بېلابېلو سیمو کې پنځه هدفي وژنې رامنځته شوې وې."
دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د ننګرهار د حج او اوقافو رئیس عبدالظاهر حقاني چې تل بهيې په تُنده لهجه پر وسلهوالو مخالفینو نیوکې کولې د جلالاباد ښار په لومړۍ ناحیه کې په یوه انتحاري حمله کې ووژل شو.
د ننګرهار د حج او اوقافو وژل شوی مشر عبدالظاهر حقاني د دغه ولایت له نورو چارواکو سره.
له دې وړاندې د جلال اباد ښار په تلاشۍ څلور لاري د صرافانو په مارکېټ کې په رڼا ورځ وسلهوالو غلو یو تن صراف وواژه، خو وروسته وژونکي د امنیتي ځواکونو له لوري ونیول شول.
د دې ښار اوسېدونکي وايي نهیوازې هدفي وژنو خلک اندېښمن کړي، بلکې د انسان تښتونې پېښې بله هغه مسئله ده چې د دې ښار له پېژندل شویو څېرو او بډایه خلکو يې خوب تښتولی دی.
مدني فعالانيې لاملونه جلالاباد ښار ته د ننوتونکو دروازو نهکنټرول، په دې ښار کې د ځمکو د مافیا او د شخصي وسلهوالو موجودیت چې په ناامنۍ کې خپلې ګټې خوندي ګڼي، د امنیتي ځواکونو ترمنځ نههمغږي او د داعش یا اسلامي دولت نومې ډلې پراخه نفوذ ګڼي.
دوی له مرکزي حکومته غوښتنه کوي چې د جلالاباد ښار د اوسېدونکو د امنیت د خوندیتوب لپاره لاس په کار شي او د دې ولایت په رهبرۍ کې په پراخه کچه تغییر رامنځته کړي.
که څه هم د افغانستان د کورنیو چارو وزارت او د ننګرهار له امنیتي چارواکو سره په خبرو کولو بریالي نهشو، خو د دې ولایت د والي ویاند عطاءالله خوګیاڼي ازادي راډيو ته وویل چې د حکومت د لاسته راوړنو په پرتله د پېښو کچه ټېټه ده.
عطاءالله خوګیاڼی
نوموړي زیاته کړه:
"په کومه کچه چې زموږ لاس ته راوړنې دي په هغه اندازه پېښې نهشته، خو ولې دا هم موږ نهردوو چې پېښې نهشته، خو د مخنیوي د لارو چارو په هدفيې له مرکزه یو لوړ رتبه پلاوی راغلی او انشاءالله ډېر ژر به دغلته امنیتي حالت نور هم ښه شي."
په همدې حال کې د ننګرهار د ولایتي شورا وکیل ذبیحالله زمری هم په دې ښار کې د ناامنۍ پېښې مني، خو وايي چې په جلالاباد ښار کې د نفوسو ډېروالی او د ننګرهار په یو شمېر ولسوالیو کې د وسلهوالو پر ضد د افغان امنیتي ځواکونو تصفیوي عملیات لامل شوي چې دغه ډلې خپل فعالیتونه د دې ولایت مرکز ته راوغځوي.
راپور: اکرامالله اکرام