د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۴۳

د ننګرهار د حج او اوقافو رئیس په انتحاري حمله کې ووژل شو


د ننګرهار ولایت د حج او اوقافو رئیس عبدالظاهر حقاني په یوه ځانمرګي برید کې ووژل شوو.

د ننګرهار ولایت ویاند عطاءالله خوګیاڼي ازادي راډیو ته وویل چې د نوموړي پر موټر باندې نن شااوخوا درې بجې د جلال اباد ښار په لومړۍ ناحیه کې انتحاري حمله وشوه، چې عبدالظاهر حقاني او موټر چلوونکی یې پکې ووژل شول.

نوموړي زیاته کړه چې په دغه انتحاري حمله کې ۹ملکي وګړي هم ټپيان شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې څه موده مخکې هم د نوموړي کورته نېږدې ورباندې انتحاري حمله شوې وه چې نوموړی له حملې روغ ووت خو یو ورور یې پکې ووژل شو.

تر دامهاله ددغې انتحاري حملې مسؤلیت کومې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.

XS
SM
MD
LG