د لاسرسي لېنکونه

چهارشنبه ۴ تله ۱۳۹۷ کابل ۰۵:۳۲

لغمان چارواکي: قرغیو کې نږدې ۵۰ کېلو ګرامه تریاک ونیول شول


د لغمان سیمه‎ییز چارواکي وایي، تېره شپه د ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو د ګزمې پر مهال نږدې ۵۰ کېلو ګرامه تریاک ونیول شول.

د لغمان ولایت د رسنیو دفتر په یوې اعلامیه کې ویل شوي چې دغه تریاک د قرغیو ولسوالۍ په الیاس‌خېلو سیمه کې داسې مهال نیول شوي چې په یوه سراچه ډوله موټر کې ځای پر ځای شوي وو.

اعلامیه وایي، د دې تریاکو انتقالوونکي له امنیتي ځواکونو سره تر وسله‎والې نښتې وروسته په تېښته بریالي شوي دي.

ویل کېږي دغه تریاک د ننګرهار د خوګیاڼیو ولسوالۍ ته انتقالېدل.

XS
SM
MD
LG