د ښځو لپاره په پاکستان، ايران او منځني ختيځ هېوادونو کې د دندې لرلو فرصتونه کم دي، نو په نتيجه کې يې په کاري قوه کې د ښځو شمېر کم دی.
د راپور له مخې په نړۍ کې شااوخوا نيمايي ښځې دندې لري، خو په منځني ختيځ هېوادونو کې يوازې ۱۹ فيصده او په جنوبي اسیا کې ۲۸ فیصده ښځې کار کوي.
د ملګرو ملتونو موندنې ښيي چې تېره مياشت د نړۍ په ۱۴۴ هېوادونو کې سوريه، پاکستان، سعودي عربستان، يمن او ايران ښځو ته کم کاري فرصتونه برابروي او ښځې د دغو هېوادونو په کاري قوه کې تر ټولو لږه ونډه لري.
په ټوله نړۍ کې د ښځو او نارینهوو د معاش ترمنځ د توپير په اړه پراخ بحثونه راپورته شوي دي.
- ايا دغه ټکی هم په نوي راپور کې په نظر کې نيول شوی؟
بلې هو دا راپور دغه ټکي ته هم اشاره کوي او وايي چې دا ستونزه په ټوله نړۍ کې شته، خو په منځني ختيځ هېوادونو کې تر ټولو زیاته ده.
د نړيوال اقتصادي فورم د موندنو له مخې په منځني ختيځ هېوادونو کې د يو شان کار لپاره د ښځو او نارينهوو په معاش کې ناانډولي يا توپير ۶۵ فیصده دی.
د يادولو وړ ده چې ښځې په ټوله نړۍ کې په اوسط ډول د خپل کار په بدل کې تر نارينهوو ۲۰ فیصده کمه معاوضه يا معاش اخلي.
په پاکستان ايران او منځني ختيځ کې ښځې د استخدامېدو تر ټولو کم فرصت لري.
په همدې حال کې ښځې شپږ فيصده کم کاري فرصت ترلاسه کوي.
دا شمېره د نارينهوو لپاره ۵،۲ دوه ده.
په نړۍ کې د ټولو ښځو نيمايي کار يا دنده ترسره کوي، خو نارینه بيا په څلورو کې درې برخې ټوليې دندې لري.
دا شمېره په منځني ختيځ او جنوبي اسيا کې لږ څه لوړه ده.
ملګرو ملتونو موندلې چې په پرمختللو هېوادونو کې ښځې د پرمختیايي هېوادونو په پرتله ډېر کاري فرصتونه لري.