په غزني کې د کابل-کندهار لویه لاره یوازې د مسافر وړونکو موټرو پر مخ خلاصه شوه.
د غزني لاریون کوونکي وايي چې نن ماښام افغان ولسمشر محمد اشرف غني د اعتراض کوونکو له مشرانو سره په ټلیفوني خبرو کې ژمنه وکړه چې قاتلین به د اوو ورځو په ترڅ کې نیسي او د قانون منګولو ته بهیې سپاري همدارنګه دوه نفره اسیران به د تښتوونکو له منګولو خوشې کوي.
ولسمشرۍ ماڼۍ تر اوسه په دې اړه څه نهدي ویلي.
دوی وایي نو ځکهیې دستي دا لاره یوازې د هغه مسافر وړونکو موټرو پر مخ خلاصه کړه چې اوسمهال دواړو خواو ته ولاړ پاتې وو.
خو د دوی په وینا د تحصن هغه خیمه چې د غزني ښار په بلخ دروازه کې درول شوې همداسې به ولاړه وي.
د اعتراض کوونکو مسؤلینو شېبه وړاندې ازادي راډیو ته وویل چې سبا به دوی وژل شوي کسان هم خاورو ته وسپاري.
د راپورونو پر اساس لاریون کوونکو د وژل شویو کسانو هغه جسدونه لا هم خاورو ته نهدي سپارلي چې د قرهباغ په شیراباد کلي کې د نیختي کلي اوسېدونکو لهخوا په مرموز ډول وژل شوي دي.
اعتراض کوونکي وایي د کندهار-کابل لویه لار په مشروط ډول خلاصوي که غوښتنې یې ونهمنل شي نو بیا به دا لاره وتړل شي.
- پخواني معلومات
په غزني ولایت کې د اعتراضونو له امله د کابل-کندهار لویه لار د پنځمې ورځې لپاره لا هم تړلې ده.
د یادې مسئلې د هواري په هدف یو حکومتي پلاوی هم سیمې ته تلل، خو لاریون کوونکي وايي تر هغې به د عدالت غوښتنې دې لاریون او تحصن ته دوام ورکړي چې حکومتيې غوښتنې نهوي اورېدلي.
د غزني د قرهباغ ولسوالۍ اعتراض کوونکي وايي، له کابله د راغلي پلاوي او د دوی ترمنځ خبرو اترو ځکه کومه نتیجه ورنهکړه چې په وینا يې یاد پلاوی د دوی غوښتنو ته رسېدنه نهشي کولای.
د دې لاریون کوونکو یوه تن مشر نقیبالله خاکسار د چهارشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې تر هغې چې غوښتنې يې نهوي منل شوي تحصن به دوام لري او د کابل-کندهار لویه لار به د ټرافیکو پر مخ تړلې وي.
نوموړي زیاته کړه:
"راغلی پلاوی با صلاحیته نهدی د یو شمېر کسانو تر تأثیر لاندې دی او فکر کوم چې زموږ غوښتنو ته ځواب نهشي ویلی، که زموږ غوښتنې ونهمنل شي نو بیا به لاریون کوونکي له حکومته نااميده شي او بیا ځي قرهباغ ته او په خپل زور به د خپلو وینو غچ اخلي چې خدای ناخواسته یو لوی انساني ناورین به رامنځته شي."
ښاغلي خاکسار وویل که حکومت په دې مسئله کې له ناغېړۍ کار واخلي نو لیرې نهده چې مسئله نوره هم پراخه شي چې بیا بهيې هېڅڅوک د کنټرول وس نهلري.
دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې د غزني د قرهباغ ولسوالۍ د شیراباد په سیمه کې د شپې لهخوا د یوې کورنۍ درې غړي په مرموز ډول ووژل شول، یوه ښځه ټپي شوه او د همدې کورنۍ دوه غړي برمته شول.
راپورونه وايي چې مسئله د شیراباد او نیختي کلي د اوسېدونکو ترمنځ د اوبو پر سر رامنځته شوې ده.
لاریون کوونکو ویلي حمله کوونکي د نیختي کلي سیمهییز پولیس وو، خو د افغانستان د کورنیو چارو وزارت مرستیال ویاند نصرت رحیمي ازادي راډيو ته د لاریون کوونکو دا ادعا رد کړې او ویلي دي چې د ملي اردو له یونیفورم نه په ګټې اخیستنې یوې ډلې سیمهییزو خلکو پر یاد کور حمله کړې او مرګ ژوبلهيې رامنځته کړې ده.
د همدې پېښې په غبرګون کې د قرهباغ زیات شمېر اوسېدونکو له تېرو څلورو ورځو په لاریون لاس پورې کړی، د قرهباغ په موشکي سیمه کې يې د کابل-کندهار لویه لاره د ټرافیکو پر مخ تړلې او د مرکز غزني په بلخ دروازه کې يې د تحصن خېمه وهلې ده.
خو پوښتنه دا ده چې په تېرو پنځو ورځو کې ولې سیمهییز امنیتي ځواکونه ونهتوانېدل چې د لاریون کوونکو روا غوښتنو ته رسېدنه وکړي.
د غزني د والي ویاند عارف نوري ورته ځواب وايي:
"د مظاهرې په لومړۍ ورځ د امنیې قول اردو قوماندانان او د ملي امنیت مرستیال سیمې ته واستول شول کله چې دوی قرهباغ ته ورسېدل د طالبانو له حملې سره مخ شول وروسته چې دوی شیراباد او نیختي ته په ډېرې سختۍ ورسېدل، نو له بده مرغه چې قاتلین له سیمې تښتېدلي وو."
په کابل کې د مدني ټولنو یو شمېر استازي بیا له حکومته غوښتنه کوي چې د غزني د مسئلې د حل په هدف دې ژر تر ژره اقدام وکړي.
د مدني ټولنو استازو تېره ورځ د یوه سولهییز لاریون پر مهال وویل که حکومت ژر تر ژره د دغې شخړې د هواري لپاره لاس په کار نهشي، نو یاده ستونزه به ډېر ژر په یو ناورین بدله شي.
د برمته شويو کسانو راخوشې کول، د وژونکو نیول او په علني ډول په اشد مجازات محکومول، د پېښې هر اړخیزه څېړنه او پهکې د لاس لرونکو کسانو مجازات کول او زیانمنو کورنیو ته د اوښتو زیانونو تاوان ورکول د دغه لاریون کوونکو مهمې غوښتنې دي.
راپور: اکرامالله اکرام