د لاسرسي لېنکونه

سه شنبه ۲۷ وږی ۱۳۹۷ کابل ۱۱:۴۱

مدني فعالان: د غزني مسئلې د حل په هدف دې ژر تر ژره اقدام وشي


په کابل کې د مدني ټولنو یو شمېر استازي له حکومته غوښتنه کوي چې د غزني د مسئلې د حل په هدف دې ژر ترژره اقدام وکړي.

د سې شنبې په ورځ په کابل کې د بېلابېلو مدني ټولنو لسګونه استازو د یوې اعتراضیه غونډې پرمهال په غزني کې د دوه قومونو ترمنځ د شوې شخړې سوله ییز حل وغوښت.

د دې اعتراضیه غونډې یو تن استازي رحمت الله اندړ ازادي راډيو ته وویل:

"برمته شوي کسان دې په عاجل ډول راخوشي کړل شي،قاتلین باید ډېر ژر په علني ډول په اشد مجازات محکوم شي، پېښه دې په هر اړخیز ډول وڅېړل شي او په کې لاس لرونکي اشخاص باید مجازات شي او زیانمونو کورنیو ته دې اوښتي تاوانونه تلافي شي."

دوی وايي، که حکومت مداخله ونه کړي نو یاده ستونزه به ډېر ژر په یو ناورین بدله شي.

دا په داسې حال کې ده چې و ورځې وړاندې د غزني د قره باغ ولسوالۍ د شیراباد په سیمه کې د شپې له خوا د یوې کورنۍ درې غړي په مرموز ډول ووژل شول او یوه ښځه ټپي شوه، همداراز د دې کورنۍ دوه نور غړي ژوند یوړل شول.

ویل کېږي چې مسئله د شیراباد او نیختي کلي د اوسېدونکو ترمنځ د اوبو په سر رامنځته شوې ده.

په سیمه کې د ازادي راډيو خبریال وايي چې د همدې پېښې په غبرګون کې د شیراباد سلګونه اوسېدونکو له تېرو دریو ورځو راپه دیخوا په لاریون لاس پورې کړی او د کابل کندهار لویه لاره يې د ترافیکو پرمخ تړلې ده او په غزني کې يې د تحصن خېمې وهلي دي.

لاریون کوونکي وايي، تېره شپه پرې امنیتي ځواکونو ډزې کړي دوه تنه يې ترې وژلي او دوه نور يې ټپيان کړي دي.

په همدې حال کې د افغانستان جمهوري ریاست وايي، سیمې ته یو پلاوی استول شوي دی تر څو یاده مسئله له نېږدې وڅېړي.

XS
SM
MD
LG