د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۰

بلخ چارواکي وايي ناامنیو دې ولایت ته ۴ زره کورنۍ رابیځایه کړي


په بلخ ولایت کې د کډوالو او راستنېدونکو چارو ریاست مسؤلین وايي چې شمال او شمال ختیځ کې د شته ناامنیو له امله څه باندې څلور زره کورنۍ بلخ ولایت ته رابې‎ځایه شوي دي.

په بلخ کې د مهاجرینو د ریاست مشر عبدالصبور قادري ازادي راډیو ته وویل چې دې ولایت ته د بې‎ځایه شویو ګڼ شمېر کورنۍ تر خیمو لاندې او یا هم پرته له سرپناه د ژوند شپې سبا کوي.

ښاغلي قادري وویل:

"د بې‎ځایه شویو خلک ډېری سرپل، جوزجان او فاریاب ولایتونو ته مربوط کېږي او له نورو شمال او شمال ختیځ ولایتونو څخه هم بلخ ته زرګونه کورنۍ د نا امنۍ له امله بې‎ځایه شوي. په مجموعي ډول بلخ کې د داخلي بې‎ځایه شویو شمېر ۴ زره کورنیو ته رسیږي."

د بلخ د کډوالو چارو ریاست وايي چې دې ولایت کې د نا امنۍ له امله مېشت بې‎ځایه شوي کورنۍ په خپلو سیمو د امنیت تر تأمینېدو وروسته خپلو ولایتونو ته ځي.

د بلخ د مهاجرینو مشر عبدالصبور قادري وايي چې په بې‎ځایه شویو کورنیو کې داسې کسان هم موجود دي چې په خپلو اصلي سیمو کې یې د دوامدارې ناامنۍ له امله پړېکړه کړې چې په بلخ کې مېشت شي.

په سرپل کې د نا امنۍ له امله بلخ ته یو راغلی کډوال هجرت یې په اړه وايي:

"زه د صیاد له ولسوالۍ یم، چېرې چې طالبان، داعش او نورې ترورېستي ډلې وسله‎وال فعالیت لري. د دولت ضد دې وسله‎والو ډلو خلک په تنګ کړي او دې ته یې مجبوروي چې خپلې اصلي سیمې پرېږدي. موږ په سرپل ولایت کې د نا امنۍ له امله بلخ ته بې‎ځایه شوي یو، خو دلته مو هم څوک پوښتنه نه‎کوي."

جبار د فاریاب ولایت د المار ولسوالۍ اصلي اوسېدونکی دی چې د نا امنۍ له امله د بلخ یکه‎توت سیمې ته بې‎ځایه شوی دی هم له ورته ستونزې سر ټکوي او وايي چې د نا امنۍ له امله د یوه بې‎ځایه شوي په توګه ورته هېڅ ډول مرسته نه‎ده شوې.

سره له‎دې چې د نا امنۍ له امله بې‎ځایه شوي کډوالو په بلخ کې د دولتي مسؤلو ادارو له‎خوا د مرستو د نه ترلاسه کولو څخه شکایت لري، خو د بلخ د کډوالو اداره وايي چې هڅه کوي یادو کورنیو ته د دایمي سرپناه د لرلو زمینه مساعده کړي.

راپور: مجیب الرحمن حبیب‎زی- بلخ

XS
SM
MD
LG