د لاسرسي لېنکونه

پنجشنبه ۲۹ وږی ۱۳۹۷ کابل ۱۰:۳۱

لوګر کې له دوه زره بې کوره شويو خلکو سره مرسته وشوه


په لوګر کې چارواکي وایي چې له سلګونه بې کوره شویو کورنیو سره یې د خوراکي موادو مرسته کړې ده.

د لوګر د والي ویاند، سلیم صالح پرون شنبه ازادي راډیو ته وویل:

"له لږ تر لږه ۲۰۰۰ کورنیو سره د خوراکي موادو چې اوړه او غوښه په کې شاملېږي، مرسته وشوه."

صالح زیاته کړه چې مرستې پر هغو کورنیو چې له ازرې او خروار ولسوالیو د امنیت د خرابوالي له امله، د ولایت مرکز ته ور کوچېدلي، وېشل شوي دي.

د افغانستان د کډوالو او بېرته ستنېدونکو چارو وزارت ویلي چې سږکال تقریباً، ۵۷ زره کورنۍ له خپلو سیمو تښتېدلي دي.

د چارواکو په وینا، سږ کال زیاتې کورنۍ د امنیتي وضعیت د خرابوالي او یو شمېر د طبیعي افتونو له امله بې کوره شوي دي.

XS
SM
MD
LG