د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۶ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۸:۲۸

دفاع وزارت: د منطقوي ځواک د رامنځته کېدو پر پروسې کار پیل شوی


د افغانستان دفاع وزارت وايي، د جمهوري ریاست له خوا د منطقوي ځواکونو د جوړېدو د طرحې تر تائید وروسته د دغې پروسې د پیل هڅې ګړندۍ شوی دي.

د افغانستان دفاع وزارت وايي، منطقوي ځواکونه د اړتیا له مخې په دریو پړاونو کې جوړېږي چې په دې برخه کې د ۳۶ زره کسیز ځواک وړاندوینه کېږي.

د یاد وزارت ویاند دولت وزیري د شنبې په ورځ«۱۳۹۶کال کب ۱۲» ازادي راډیو ته وویل چې د منطقوي ځواکونو دا طرحه د افغانستان د جمهوري ریاست لخوا تائید شوې او دفاع وزارت يې تطبیق ته هڅې پیل کړي دي.

دولت وزیري
دولت وزیري

نوموړي زیاته کړه:

"دفاع وزارت د منطقوي ځواکونو د رامنځته کېدو طرحه جوړه کړې چې دا طرحه اوس د جمهور رئیس لخوا هم تائید شوې ده، د افغانستان دفاع وزارت دا وخت پر دې کار کوي چې د هغو سیمو لپاره چې د منطقوي ځواکونو اړتیا ده دا ځواکونه ونیسي او هلته دوی فعال کړي، له تائید وروسته پر دې پروسه موږ کار پیل کړی او ان شاءالله ژر تطبیقیږي."

ښاغلی وزیري وايي، د دې ځواک لپاره هغه کسان نیول کېږي چې له دې وړاندې په ملي اردو کې سرتېري وو.

دی وايي، دغه ځواکونه به په یونیفرم او وسلو سمبال وي او د ملي اردو د ځواکونو۷۵سلنې تنخواه او نور امتیازات ورکول کېږي.

د دفاع وزارت ویاند دولت وزیري وايي، دا ځواکونه د هغو سیمو د ساتنې لپاره جوړېږي چې له وسله والو مخالفینو تصفیه او امنیت ته یې اړتیا وي.

د راپورونو له مخې له دې وړاندې د سیمې خلکو او په ملي شورا کې د دوی ځينو استازو تر ډېره انتقاد کړی چې له مخالفینو تصفیه شوي سیمې د افغان حکومت لخوا سمې نه ساتل کېږي او له همدې امله په اسانه بېرته د مخالفینو لاس ته لوېږي.

که څه هم دفاع وزارت د جوړېدونکي ځواک رول ته خوشبینه دی خو خلک وايي، وېره لري چې له دغه ځواک نه لکه د سیمه ییزو پولیسو په څير شخصي استفاده ونه شي:

"زما نوم مومین خان د پکتیا ولاست اوسېدونکی یم هغه ځواکونه چې نیسي باید تحصیل یافته وي د هېواد او دین ارزښت وپېژني چې ورنه د اصلي هدف خلاف استفاده ونشي دوی باید په داسې چوکاټ کې وي چې همیشه وڅارل شي."

"زه حکم خان یم ، دا ځواک چې جوړېږي یو ښه ګام دی ځکه بې کاري زیاته ده ځوانان به ورسره مصروفه شي خو دوی باید لکه د محلي پولیسو په څير نه وي بلکې له خکو سره همکاري ولري او د زورواکو په خدمت کې نه وي."

دا اندېښنې داسې مهال مطرح کېږي چې د راپورونو له مخې له دې وړاندې یو شمېر خلکو د سیمه ییزو یا محلي پولیسو د کار د څرنګوالي په اړه شکایتونه کړي او ویلي یي دي چې دوی د امنیت پر ځای ډېر ځله د خلک ځوروي.

د افغانستان دفاع وزارت بیا د جوړېدونکي ځواک په اړه دا اندېښنې ردوي وايي چې دا ځواکونه د سیمې د قوماندان لخوا نه جذبېږي بلکې د دفاع وزارت د برحاله قوماناندانو تر نظر لاندې به فعالیت کوي.

له دې سره د ولسي جرګې د کورني امنیت کمېسیون یو غړی کرام الدین رضا زاده د منطقوي ځواکونو رامنځته کول یو ګټور ګام بولي وايي، د تصفیه شویو سیمو ساتل یوه مهمه مسئله ده چې باید ورته پاملرنه وشي.

رضازاده: دا ځواکونه باید د قانون په چوکاټ کې تنظیم شي.
رضازاده: دا ځواکونه باید د قانون په چوکاټ کې تنظیم شي.

نوموړي زیاته کړه:

"حکومت ته زموږ وړاندیز دا دی چې په لومړي قدم کې دا ځواکونه د قانون په چوکاټ کې تنظیم کړي او هغه کسان وګمارل شي چې رښتیا هم وړ دي او خلکو ته خدمت وکړي."

ښاغلی رضا زاده ټینګار کوي چې د ښو امکاناتو، تمویل او تجهیز تر څنګ باید دا ځواکونه د سیمې د خلکو ملاتړهم ولري.

دی وايي، د سیمې خلک په خپلو سیمو کې ښه بلد دي او کولای شي له دغو ځواکونو سره د نیول شویو سیمو په ساتنه او امنیت کې ډېره مرسته وکړي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG