د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۵۶

په افغانستان کې له نورو سیمه‌ییزو ځواکونو سره په توپیر نوی منطقوي ځواک


د افغانستان دفاع وزارت وايي، د دې وزارت له‌خوا چې کوم منطقوي ځواکونه رامنځته کېږي له سیمه‌ییزو پولیسو سره توپیر لري.

د دفاع وزارت ویاند دولت وزیري وايي چې د دې ځواکونو په چوکاټ کې به هغه کسان دندې اجرا کوي چې په ملي اردو کې یې خدمت کړی او له دوی څخه‌یې ترخیصونه اخیستي دي.

ښاغلي وزیري د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۶کال د لیندۍ ۱۵» ازادي راډیو ته وویل، محلي قوماندانان او سیمه‌ییز زورواکي د دغو ځواکونو په استخدام کې د لاسوهنې توان نه‌لري ځکه په خبره‌یې د یادو ځواکونو قوماندانان به د ملي اردو برحاله افسران وي.

دولت وزیري
دولت وزیري

نوموړي زیاته کړه:

"د منطقوي ځواکونو ټول قوماندانان به د دفاع وزارت افسران وي او هغه کسان به په‌کې دندې اجرا کوي چې په اردو کې یې خدمت کړی او له موږ څخه‌یې ترخیص اخیستی دی. دغه منطقوي ځواکونه نه ملېشې دي او نه هم سیمه‌ییز پولیس، منظم لباس لري او د دفاع وزارت په چوکاټ کې استخدامېږي."

د افغانستان د دفاع وزارت د معلوماتو له مخې د منطقوي ځواکونو طرحه ولسمشر محمد اشرف غني هم تائید کړې ده.

د دې وزارت مسؤلین وايي، منطقوي ځواکونه چې شمېر به‌يې له ۲۰ زرو زیات وي د ملي اردو د سرتېرو په څېر به له تجهیزاتو او وسایلو برخه‌مند وي.

د دفاع وزارت مرستیال ویاند محمد رادمنش بیا وايي، یاد ځواکونه به هغه سیمې ساتي چې د ملي اردو له لوري له مخالفینو نیول کېږي او یا هم تصفیه کېږي.

د ښاغلي رادمنش د معلوماتو له مخې د منطقوي ځواکونو په رامنځته کېدو به د ملي اردو ځواکونه د عملیاتو د ترسره کېدو لپاره لا ډېر وخت پیدا کړي ځکه چې په خبره‌یې اوس د نیول شویو سیمو د ساتنې لپاره کافي ځواکونه نه‌شته.

دا په داسې حال کې ده چې منطقوي ځواکونو ته ورته سیمه‌ییز پولیس چې د کورنیو چارو وزارت په چوکاټ کې رامنځته شوي د چال چلند په اړه‌يې انتقادونه موجود دي.

افغان سیمه‌ییز پولیس.
افغان سیمه‌ییز پولیس.

خو دفاع وزارت وايي چې د منطقوي ځواک استخدام، سمبالنه او فعالیت له سیمه‌ییزو پولیسو سره ډېر توپیر لري.

د امنیتي چارو یو شمېر کارپوهان بیا وايي، له کومه چې په کلیو او بانډو کې شخصي دښمنۍ شته، نو باید د دغو ځواکونو د احتمالي منفي پایلو په اړه لا ډېرې څېړنې وشي.

میرزا محمد یارمند
میرزا محمد یارمند

د کورنیو چارو وزارت پخوانی معین میرزا محمد یارمند په دې اړه وايي:

"په کلیو کې اکثره دوه ګرپونه موجود وو، یعنې یو هغه‌یې حزبي او بل‌یې جمعیتي وو، څوک له یو تنظیم څخه او څوک له بل تنظیم څخه دي، نو اوس که یوه خوا واکمنه کېږي بل‌خوا یې ځان محکوم ګڼي، نو دلته ده چې بیا له دښمنانو سره مرسته کوي."

د ښاغلي یارمند په خبره د منطقوي ځواکونو د کار نتیجه تر ډېره د دوی مدیریت پورې اړه لري ځکه چې په خبره‌یې د دغو ځواکونو مدیریت هم اسانه چاره نه‌ده.

خو د افغانستان د دفاع وزارت وايي، د محلي قوماندانانو په ګډون هېڅ‌څوک د منطقوي ځواکونو د استخدام په چاور کې د مداخلې توان نه‌لري.

راپور: محمد حدیث پردېس

XS
SM
MD
LG