د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۲۱

ارګ: د پاکستان تحصیلي بورسونه د دواړو هېوادونو په اړیکو کې نوی فصل پرانیزي


افغان حکومت د پاکستان له لوري د تحصیلي بورسونو د شمېر د زیاتېدو په اړه وايي، د پاکستان دغه ګام به د دواړو هېوادونو په اړیکو کې نوی فصل پرانیزي.

په داسې حال کې چې د افغانستان او پاکستان اړیکې تر بل هر وخت ترینګلي حالت ته رسېدلي اسلام‌اباد په یوه تازه اقدام کې افغان محصلینو ته د تحصیلي بورسونو شمېر دوه برابره زیات کړی دی.

افغان حکومت د پاکستان له دغه ګامه هرکلی کوي.

د جمهوري ریاست مرستیال ویاند دوا خان مینه‌پال په دې اړه د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د کب ۰۹» ازادي راډيو ته وویل چې افغانستان له خپلو ګاونډيو سره د نېکو او دوامداره اړیکو غوښتونکی دی.

دواخان مینه پال
دواخان مینه پال

نوموړي زیاته کړه:

"دغه ګامونه کولای شي چې د افغانستان او پاکستان په اړیکو کې نوی فصل پرانیزي، هر هغه هېواد چې له افغانستان سره د نېکو اړیکو غوښتونکی وي موږ ورته درناوی لرو."

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان جمهور رئیس ممنون حسین تېره ورځ له افغان او پاکستاني ځوانانو سره په یوه ناسته کې ویلي چې افغانانو ته د تحصیلي بورسونو شمېر له ۳۰۰۰ نه تر ۶۰۰۰ زیاتوي.

په پاکستان کې افغان سفیر حضرت عمر زاخېلوال هم په دې اړه پر خپل ټویټرپاڼه لیکلي:

د راپورونو پر اساس، پاکستان په ۲۰۱۰ میلادي کال کې افغان ځوانانو ته د تحصیلي بورسونو لړۍ پیل کړه چې تر دې دمه‌يې نږدې ۲۹۱۲ افغان محصلینو ته د بانکدارۍ، مالي، کمپیوټر، انجنیرۍ او طب په برخو کې بورسیې برابرې کړې دي.

پاکستان په ۲۰۱۶ میلادي کال کې هم افغانستان ته د درېیو زرو بورسونو اعلان کړی و او د پاکستان د صدراعظم د بهرنیو اړیکو سلاکار سرتاج عزیز په بروکسل کنفرانس کې ویلي وو چې د دغو بورسونو لګښت به د پاکستان د ۵۰۰ میلیونه ډالرو مرستې نه ورکړل شي.

خو له هغه وروسته ولسمشر غني د پاکستان سیال هند کې د خبرو پر مهال د پاکستان دغه ۵۰۰ میلیونه ډالره مرسته رد کړه.

له بلې‌خوا د افغانستان د لوړو زده‌کړو وزارت بیا هیله څرګندوي چې باید سیاسي مسایل د دواړو هېوادونو پر اکاډمیکو اړیکو اغېز ونه‌کړي.

عارفه پیکار
عارفه پیکار

د دغه وزارت ویاندې عارفې پیکار په دې اړه وویل:

"د قانون له مخې افغانستان او پاکستان حق نه‌لري چې خپل سیاسي اهداف په ډيپلوماتیکو ادارو کې پلي کړي، خو موږ هیله‌مند یو چې دغه بورسیې د اکاډمیکو اړیکو پر اساس وي نه د کړکېچنو اړیکو پر اساس."

د ده په وینا، لاهم د پاکستان د دغه اقدام په اړه بحث ته اړتیا ده ځکه پاکستان په تېر کې هم په دې برخه کې خپلې ژمنې نه‌دي عملي کړي او تر اوسه د دغو پوهنتونونو اکاډمیک اعتبار هم روښانه نه‌دی.

په همدې حال کې یو شمېر افغان سیاسي کارپوهان باور لري چې د پاکستان دغه اقدامات نمایشي بڼه لري.

له ډلې يې یونس فکور ازادي راډيو ته وویل تر هغه چې د دواړو هېوادونو ترمنځ لویې ستونزې هوارې نه‌شي د سیاست سیوری به پر هره برخه خپور وي.

راپور: ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG