د امریکا متحده ایالات پر یو شمېر نورو روسانو د نویو بندیزونو پر لګولو غور کوي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر رکس ټېلرسن وویل چې متحده ایالات په دې غور کوو چې په انفرادي توګه پر نورو روسانو بندیزونه ولګوي.
دا په داسې حال کې ده چې جمهوري غوښتونکو او ډموکراتانو د ولسمشر ټرمپ پر ادارې له دې کبله انتقاد کړی چې د هغه قانون توشېحیې ځنډولې وه چې پر مسکو لګول شوي بندیزونه لا سختوي.
ټېلرسن له «سي. بي. اس» ټلوېزیون سره په مرکه کې چې د یکشنبې په ورځ خپره شوه، وویل چې د موجوده قانون له مخې موږ تر اوسه په یو لړ اقداماتو سره د روسیې د پوځ د وسلو د پلورلو د معاملو مخه نیولې ده.
ټېلرسن زیاته کړه چې موږ دغهراز د احتمالي نورو بندیزونو لپاره د نورو افرادو ارزونه هم پیل کړې ده.
کانګرس په غوڅ اکثریت سره د امریکا د دښمنانو د مخنیوي لپاره د سختو بندیزونو هغه قانون تصویب کړی چې پر روسیې لګول شوي بندیزونه لا سختوي او همیې د لیرې کولو لپاره د ولسمشر ټرمپ له ادارې غواړي چې له کانګرسه اجازه ترلاسه کړي.
دغه قانون ولسمشر ډونالد ټرمپ چې له مسکو سرهیې د نږدې اړیکو د ټینګېدو لپاره کمپاین کړی و، په بېمیلۍ په ځنډ چې د اکټوبر لومړۍ یې وروستۍ نېټه وه، توشېح کړ.
د یادونې وړ ده چې د امریکا د خزانې وزیر هم د فبرورۍ د میاشتې په ۱۴مه د سنا مالي کمېټې ته په یوه استماعیه غونډه کې ویلي وو چې دی به ډېر ژر پر یو شمېر شتمنو روسانو د امریکا د ۲۰۱۶ میلادي کال د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د مسکو د مداخلې په خاطر، نوي بندیزونه ولګوي.
رکس ټېلرسن دغهراز د هغو راپورونو په اړه چې ګواکې د سوریې د ولسمشر بشار الاسد ځواکونو په وروستۍ یوه میاشت کې د سوریې په شمالي ښار عفرین کې په شپږو حملو کې له زهرجنو کیمياوي ګازو کار اخیستی، وویل چې دا راپورونه درست دي او زیاتهیې کړه چې دا یو واقعیت دی چې روسیه په دې برخه کې ځانګړی مسؤلیت لري، ځکه زموږ له نظره، دوی په سوریه کې د کیمياوي وسلو په لهمنځه وړلو کې چې دا مسئله یقیني شي چې په دې هېواد کې نورې دا ډول وسلې نهشته، مسکو خپلې ژمنې نهدي پر ځای کړي.
ټېلرسن وویل، د ده په فکر د امریکا له مخکېنۍ ادارې سره یوازنی توپیر دا دی چې ولسمشر ټرمپیې پر نتیجو ټینګار کړی چې د دغو وسلو له عاملانو سره به حساب کېږي.
د دې پوښتنې په ځواب کې چې د کلورین ګازو د حملې په وړاندې د دې امکان شته چې پوځي اقدام وشي، ټېلرسن وویل چې موږ په دې برخه کې په خپلو غوښتنو کې چې کیمیاوي وسلې باید په هره جګړه کې په داسې وسلې چې په منظم ډول ترې کار واخيستل شي، یا هغه پر یوې عادي وسلې بدله شي، ډېر جدي یوو.