د جرمني د بهرنیو چارو وزیر ویلي، که چېرې صربیا غواړي له اروپایي ټولنې سره یوځای شي نو د کوسوو خپلواکي دې په رسمیت وپېژني.
زیګمار ګابرېل کوسوو ته په سفر کې دا خبره کړې ده او وایي، دا پیغامیې د صربیا چارواکو ته هم رسولی دی.
تر اوسه ۱۱۵ هېوادونو د کوسوو خپلواکي په رسمیت پېژندلې ده چې د اروپایي اتحادیې له ۲۸ غړو څخه ۲۳ هېوادونه په دې ډله کې شامل دي.
د جرمني د بهرنیو چارو وزیر زیګمار ګابرېل پرون کوسوو ته په خپل سفر کې د دغه هېواد له صدراعظم سره یوه ګډه خبري غونډه درلوده او هلتهیې پر صربیا دا شرط کېښود چې که غواړي له اروپایي ټولنې سره یوځای شي، نو البته چې د خپلو قوانینو جوړول او اصلاح کول باید په لومړي سر کې وي، خو ګابرېل وویل چې د کوسوو د خپلواکۍ په رسمیت پېژندل هم یو طبیعي شرط دی.
دی وایي، اروپا ته د تګ پر لارې دا یو عمده شرط دی.
ګابرېل وایي، دا لومړی ځل نهدی چې په کوسوو کې دا خبره کوي، بلکې وایي د صربیا چارواکو تهیې همدا پیغام رسولی دی.
کوسوو چې د صربیا یو پخوانی ولایت وو، لس کاله وړاندې د خپلواکۍ اعلان کړی وو.
دغه هېواد اوس چمتووالی نیسي چې د فبرورۍ پر اوولسمه نېټه د خپلواکۍ د اعلان ۱۰مه کالیزه ولمانځي.
سره له دې چې ۱۱۵ هېوادونو د کوسوو خپلواکي منلې ده چې په دې کې د اروپایي اتحادیې د ۲۸ هېوادونو څخه ۲۳یې په دې ډله کې شامل دي، خو صربیا لا هم هېڅکله دې اقدام ته مثبت ځواب نهدی ویلي.
جرمني یو له لومړنیو هېوادونو وو چې د کوسوو خپلواکي یې په رسمیت وپېژندله او ورسره امریکا، فرانسه او بریتانیا هم همغږي شول.
د جرمني د بهرنیو چارو وزیر وویل هېواد بهیې هڅه وکړي د اروپایي اتحادیې پاته پنځه نور هېوادونه چې لا یې دې اقدام ته مثبت ځواب نهدی ویلی، دا کار وکړي.
دا هېوادونه اسپانیه، رومانیا، قبرس، یونان او سلواک دي.
ګابرېل زیاته کړه چې د صربیا دا کار به منطقي وي ځکه کوسوو بیا هېڅکله د صربیا یوه برخه نهشي جوړېدای.
صربیا هیله لري چې تر ۲۰۲۵ میلادي کال پورې له اروپایي ټولنې سره یوځای شي.
دغه هېواد دا تمه نهدرلوده چې د کوسوو په رسمیت پېژندل به د اروپایي ټولنې د غړیتوب لپاره دوی ته یو شرط جوړ شي.
دغهراز له ملګرو ملتونو سره د کوسوو د غړیتوب غوښتنه د صربیا د پلویانو لکه روسیې او چین لهخوا له خنډ سره مخامخ شوې ده.
په کوسوو کې شااوخوا ۱۲۰ زره صربیایان ژوند کوي او دوی لا هم بلګراد د خپلې پلازمېنې په توګه ګڼي او له مالي اړخه د صربیا لهخوا تمویلېږي.
د جرمني د بهرنیو چارو وزیر کوسوو ته په خپل دغه سفر کې همداراز پر دې هېواد ټینګار وکړ چې له مونته-نګرو سره خپلې سرحدي ستونزې هواري کړي څو وکولای شي د شینګن په زون کې شامل شي.