د لاسرسي لېنکونه

جمعه ۲۷ تله ۱۳۹۷ کابل ۱۱:۴۸

کوسوو کې د صربیانو یو سیاستوال اولیور ایوانویچ وژل شوی


د کوسوو په شمال کې د اولیور ایوانویچ په نوم د اقلیت صربیانو یو سیاستوال نن سې شنبه د خپل دفتر په مخ کې په ډزو ووژل شو.

دغه پېښه د میترویڅه په ښار کې رامنځته شوې ده.

د هغه مدافع وکیل د ازادي راډيو د بالکان څانګې ته وویل چې ایوانویچ د ټپونو له امله ساه ورکړه.

ایوانویچ د ډموکراسۍ، عدالت او ازادۍ په نوم د یوې مدني ټولنې مشر و چې غړو یې د ۲۰۱۷ کال د کوسوو په سیمه‌ییزو انتخاباتو کې ځانونه کاندید کړي وو.

XS
SM
MD
LG