د امریکا ولسمشر وايي، اوس د اسرائيل او فلسطين ترمنځ د تلپاتې سولې وخت رارسېدلی دی.
د سپينې ماڼۍ په وينا ډونالد ټرمپ دا خبرې خپل روسي سیال ولادیمير پوتين ته د دوشنبې په ورځ په ټيليفون وکړې.
- پوتین د دې مسئلې په اړه څه ويلي دي؟
سپينې ماڼۍ په یوه اعلاميه کې ويلي چې د دوشنبې په ورځ د ډونالد ټرمپ او روسیې د ولسمشر ولادیمير پوتین ترمنځ ټيليفوني خبرې وشوې او ټرمپ پوتين ته وويل چې اوس د فلسطين او اسرائيل ترمنځ د سولې د مذاکراتو وخت رارسېدلی دی.
دا اعلاميه په مسکو کې د پوتين او فلسطیني ادارې د مشر محمود عباس تر ليدو مخکې خپره شوه.
پوتين عباس ته تر غونډې مخکې وويل چې ده له ټرمپ سره د اسرائيل او فلسطين د شخړې په اړه خبرې کړې دي.
پوتين وويل چې د خبرو تمرکز يې د اسرائيل او فلسطين د اختلافاتو پر حل کولو و.
پوتين وويل چې ده تل د فلسطینيانو ملاتړ کړی دی.
عباس په مسکو کې وويل چې فلسطينيان نور امريکا له اسرائيل سره په مذاکراتو کې د يوازني منځګړي په توګه نهمني او دا وروسته له هغه چې ټرمپ د ډسمبر مياشتې په شپږمه بيتالمقدس د اسرائيل د پلازمېنې په توګه په رسميت وپېژاند او غوښتل يې چې د امریکا سفارت له تلابيب څخه بيتالمقدس ته انتقال کړي.
د يادولو وړ ده چې فلسطينيان غواړي ختيځ بيتالمقدس د دوی د راتلونکي دولت پلازمېنه شي.
اسرائيل لوېديځ بيتالمقدس جلا کړی او ټول ښار يې د خپلې پلازمېنې په توګه اعلان کړی دی.
د اسرائيل دا اقدام د نړيوالې ټولنې ملاتړ نهلري.
عباس هڅه کوي د روسیې د ملاتړ په تر لاسه کولو سره د فلسطين دريځ پياوړی کړي.
- د فلسطين او اسرائيل د مسئلې ترڅنګ ټرمپ او پوتين پر کومو موضوعاتو خبرې کړي؟
سپينې ماڼۍ وويل چې ټرمپ همداراز له پوتین سره په خبرو کې ټينګار وکړ چې شمالي کوریا د اټمي پروګرام د بندولو د تضمين لپاره بايد نور مهم ګامونه هم پورته شي.
ټرمپ بيا بيا شکايت کړی چې روسیه پر شمالي کوریا د سختو بنديزونو لګولو په برخه کې هغومره مرسته نهکوي، لکه څومره چې باید وکړي.
له روېټرز خبري اژانس سره تېره مياشت په يوه مرکه کې ټرمپ پر روسيې تور پورې کړ چې له شمالي کوریا سره له بنديزونو په سرغړونه کې مرسته کوي.
ده وويل، روسيه د شمالي کوریا په مسئله کې له موږ سره هېڅ مرسته نهکوي.