د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۶

په هرات کې د «ټاپي» پروژې پرانیستي لپاره پراخ چمتووالی روان دی


په هرات کې په یوه غونډه کې د ترکمنستان، هندوستان او پاکستان استازو د ټاپي پروژې پر ملاتړ ټینګار کړی.

په هرات کې د هغو مراسمو لپاره چمتووالی روان دی چې ټاکل شوې په راتلونکو څو ورځو کې یې په ترڅ کې د ټاپي پروژې د افغانستان د برخې د عملي کار پرانیسته وشي.

په هرات کې په یوه غونډه کې د افغانستان، پاکستان، هندوستان او ترکمنستان ملي سرودونه د ټاپي د پروژې په ملاتړ وغږېدل.

دا غونډه د هرات د ولایتي شورا غړي او د نبي الرحمه د بنسټ مشر سید عظیم کبرزاني د ټاپي د پروژې په ملاتړ جوړه کړې وه.

ښاغلي کبرزاني دا پروژه د افغانستان او سیمې د امنیت لپاره مهمه وبلله او ویې‌ویل:

"موږ غواړو دا اعلان کړو چې د دې پروګرام ملاتړي یوو او په ټول توان‌یې ملاتړ کوو. موږ د ولایتي شورا ټول غړي چمتو یوو چې پوځي یونیفورم په تن کړو او د امنیتي ځواکونو تر څنګ د ټاپي پروژې امنیت وساتو."

ویل کېږي چې د ټاپي پروژې د هغې برخې کار بشپړ شوی چې د ترکمنستان په خاوره کې ده.

تر راتلونکو دوو اوونیو پورې به د دې پروژې عملي کار په افغانستان کې هم پیل شي.

چارواکي وايي چې په نږدې ورځو کې به ولسمشر اشرف غني په هرات کې د یو لړ رسمي مراسمو په ترڅ کې په افغانستان کې د ټاپي د پایپ لاین د غځولو د عملي کار د پیل پرانیسته وکړي.

په هرات کې د ازادي راډیو خبریال وايي، د دې سیمه‌ییزې پروژې د افغانستان د برخې د کار د پرانیستې مراسمو ته په هرات ښار کې پراخ چمتووالی روان دی.

د هرات د ښار په شمال کې د تخت سفر غره پر لوړو د ټاپي نوم په لویو انګلیسي تورو کښل شوی چې خلکو ته د دې لویې اقتصادي پروژې اهمیت په ډاګه کوي.

د دې ترڅنګ بېلابېلې دولتي ادارې د سړک جوړونې، تاریخي ودانیو په ترمیم، د ښار په ښکلي کولو، د هلیکوپټرو د ناستې لپاره د یو واړه هوايي ډګر په جوړولو او د پرانیستې لپاره د یو مجهز او لوی سالون په رغولو بوختې دي.

د هرات امنیتي چارواکي وايي، د ټاپي د پرانیستې د مراسمو امنیت ته‌یې ځانګړي تدابیر نیولي دي.

په هرات کې پولیس د تلاشۍ پر مهال.
په هرات کې پولیس د تلاشۍ پر مهال.

د هرات امنیه قوماندان محمد ایوب انصاري په سیمه کې د ازادي راډیو خبریال ته وویل:

"له امنیتي پلوه تل د کشفي ادارو له‌خوا راپورونه ورکول کېږي چې دښمن غواړي دا پروسه ګډه وډه کړي، خو موږ د امنیتي تدابیرو پلانونه لرو، د هرات خلکو ته ژمنه ورکوو چې که خدای ج کول هېڅ پېښه به نه‌رامنځته کېږي."

د ټاپي پروژه د ترکمنستان ګاز د افغانستان له لارې پاکستان او وروسته هندوستان ته انتقالوي.

ویل کېږي چې افغانستان به د دې پروژې د ټرانزیت له لارې به په کلنۍ توګه ۴۰۰ میلیونه امریکايي ډالر عواید ولري او همدارنګه به شااوخوا ۱۰ زره افغانانو ته د کار زمینه په‌کې برابره شي.

د هرات والي محمد اصف رحیمي وايي، یو شمېر لوري هڅه کوي چې د دې پروژې کار په امنیتي ګواښونو ګډوډ کړي، خو د ده په وینا افغان استخباراتي او امنیتي ادارو د دې پروژې د امنیت لپاره جدي تدابیر نیولي دي.

د هرات والي محمد اصف رحیمي.
د هرات والي محمد اصف رحیمي.

ښاغلی رحیمي زیاتوي:

"روښانه خبره ده چې ګواښونه موجود دي، هرات هم د افغانستان یوه برخه ده، خو امنیتي ځواکونه، استخباراتي او کشفي ادارې شپه او ورځ هڅه کوي او د ډېرو داسې ګواښونو مخه نیول شوې ده."

ټاکل شوې ده ولسمشر اشرف غني په راتلونکو دوو اوونیو کې په هرات کې د ټاپي پروژې سره یوځای د افغانستان له لارې پاکستان ته د ترکمنستان د برښنا د انتقال، د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د اورګاډي د پټلۍ او په هرات کې د نوري فایبر پروژې هم پرانیزي.

XS
SM
MD
LG