د روسیې ولسمشر ولاديمير پوتين د مارچ مياشتې په ولسمشريزو انتخاباتو کې د کانديد په توګه خپل نوم ثبت کړ.
د روسیې د انتخاباتو مرکزي کمېسیون د دوشنبې په ورځ د ولاديمير پوتين نوم ثبت کړ او دا دوه مياشتې وروسته له هغه دی چې ده وويل غواړي د څلورم ځل لپاره د خپل هېواد ولسمشر شي.
پوتين په خپل هېواد کې د واک پر ډېری برخه نفوذ لري او له همدې کبله ويل کېږي چې ښايي دی بیا د روسیې ولسمشر وټاکل شي.
څېړونکي وايي، پوتين غواړي په پراخ اکثريت سره دا انتخابات وګټي.
د روسیې د اساسي قانون له مخې، یو کس تر دوو پرله پسې دورو زيات نشي کولای چې ولسمشر شي. منتقدين وايي، د شوروي اتحاد له سقوطه وروسته ډموکراټيک اصلاحات او د بشري حقونو په برخه کې پرمختګونه د پوتین د دورې پر مهال بېرته پرشا تللي دي.
دوی همداراز تور پورې کوي چې پوتين د اختلافاتو د ځپلو لپاره د روسیې د شوروي اتحاد د وختونو غوندې د پخوانۍ استخباراتي ادارې «کې جي بي» ميتودونه کاروي.
د حکومت منتقدین همداراز وايي، د انتخاباتو په کمپاين او نتايجو کې روسي چارواکي لاس وهي.
پوتین لومړی ځل د ۲۰۰۰میلادي کال په مارچ مياشت کې وروسته له هغه ولسمشر وټاکل شو چې بوريس يلسن د ۱۹۹۹میلادي کال په اخرۍ ورځ له دندې لېرې شو او پوتین يې د سرپرست ولسمشر په توګه وټاکه.
پوتین درېيم کانديد دی چې د انتخاباتو مرکزي کمېسیون په رسمي توګه ثبت کړی دی.
بل کانديد د لبرال ډموکراټ ګوند مشر ولادیمير ژيري نوفسکي او د کمونيست ګوند نوماند پاويل ګرودينين دی.
یو شمېر نورو کسانو هم خپل نيت څرګند کړی چې غواړي د ولسمشرۍ انتخاباتو ته ځانونه کانديد کړي.
د روسیې د حکومت مخالف الکسي ناوالني چې پر پوتين سخت انتقاد کوي، په دغو انتخاباتو کې له ګډون څخه منعه شوی، ځکه ورباندې د یوه جرم تور دی او دی وايي چې د هغه جرم په اړه ثبوتونه ورپسې جعلي جوړ شوي دي.
د کرملين منتقدين وايي، نور کانديدان یوازې په دغو انتخاباتو کې د ګډون تمثیل کوي، ځکه دا څرګنده ده چې تر سخت کنټرول لاندې سياسي چاپېريال کې به يوازې پوتين دا انتخابات ګټي.