د لاسرسي لېنکونه

دوشنبه ۳۰ تله ۱۳۹۷ کابل ۰۴:۰۶

پوتین رسماً ځان د ولسمشرۍ انتخاباتو ته کاندید کړ


د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د روسیې د ولسمشرۍ د انتخاباتو لپاره چې ټاکل شوې د مارچ پر ۱۸مه تر سره شي، ځان رسماً کاندید کړی دی.

د انتخاباتو مرکزي کمېسیون نن سې شنبه پوتین د کاندید په توګه ثبت کړ.

پوتین نږدې دوه میاشتې مخکې اعلان کړی و چې نیت لري د څلورمې دورې لپاره بیا ځان کاندید کړي.

پوتین درېیم کس دی چې د ولسمشرۍ د انتخاباتو لپاره ځان رسماً کاندیدوي.

دوه نور کاندیدان، د روسیې د لیبرال ډموکرات ګوند مشر ولادیمیر ژیرینوفسکي او د کمونست ګوند له‌خوا نومول شوی پاول ګرودینین دي.

یو شمېر نورو کسانو هم ویلي چې نیت لري د جمهوري ریاست راتلونکو انتخاباتو ته ودرېږي.

د کرملېن منتقدینو ویلي دا یقیني ده چې پوتین به چې پر سیاسي حالاتو سخت کنټرول لري، دغه انتخابات وګټي او اکثره نور کاندیدان یوازې په نوم په دغو انتخاباتو کې ګډون کوي.

XS
SM
MD
LG