د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۳۶

د افغانستان او زېمبابوې د کرکټ د لوبو لړۍ شارجه کې پیلېږي


د افغانستان او زېمبابوې د کرکټ د ملي ټیمونو ترمنځ د لوبو لړۍ نن دوشنبه په شارجه کې پیلېږي.

دا لړۍ نن او سبا د کابل په وخت د ماښام په اووه نیمو بجو په دوو ۲۰ اوریزو لوبو پیلېږي او د روانې فبرورۍ میاشتې تر ۱۹مې نېټې پورې به دوام وکړي.

د افغانستان او زېمبابوې لوبډلې د همدې لړۍ په دوام پنځه یو ورځنۍ لوبې وکړې چې لومړۍ یې د فبروري په ۹مه، دوهمه په ۱۱مه، درېیمه په ۱۳مه، څلورمه په ۱۶مه او وروستۍ د همدې میاشتې په ۱۹مه په پام کې دي.

د کرکټ بورډ سلاکار عزیزالله فضلي ازادي راډیو ته وویل چې د پخوانیو لوبو تجربې ته په پام سره افغانستان د زېمبابوې د ماتولو چانس لري.

فضلي وايي:

"له دې مخکې چې د افغانستان او زېمبابوې ملي لوبډلې په نړیوالو خصوصاً په ۲۰ اوریزو لوبو کې څومره سره مخامخ شوي دي، موږ دوی ته ماتې ورکړې ده. هیله‌مند یم چې دا سیالۍ به یو ځل بیا د افغانستان ملي لوبډله په خپل نامه کړي."

د افغانستان د ملي لوبډلې مشر اصغر ستانکزي پرون په شارجه کې د سیال ټیم له کپټان سره په ګډه خبري غونډه کې وویل چې افغان لوبغاړي د دې لوبې لپاره ښه تیاري لري.

ښاغلي ستانکزي همداراز تأیید کړه چې د لوبو په دې لړۍ کې به محمد شهزاد هم د افغانستان لپاره توپ وهنه کوي.

XS
SM
MD
LG