د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۹ کب ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۵۳

د زابل سرپرست ښاروال له ۱۷ لکه او ۴۰ زره افغانیو سره یوځای تښتېدلی


د زابل سرپرست ښاروال انجنیر محمد طیب ۱۷ لکه او ۴۰ زره افغانۍ له ځان سره وړي او د خپلې کورنۍ سره نامعلوم ځاى ته تښتېدلی دی.

د زابل مرستیال والي رحمت‎الله یارمل د یکشنبې په ورځ په یوه مطبوعاتي کنفرانس کې وویل چې انجنیر محمد طیب پنځه میاشتې مخکې د سرپرست ښاروال په توګه ټاکل شوی و.

د یارمل په خبره نوموړي تېره پنجشنبه په داسې حال کې خپله دنده په‎خپل سر پرېښې او له خپلې کورنۍ سره نامعلوم ځاى ته تللى چې له یوه خصوصي بانک څخه‌یې د ښاروالۍ د یوې پروژې په نوم ۱۷ لکه او ۴۰ زره افغانۍ ایستلي دي.

یارمل وايي، په دې اړه‌يې يو تخنيکي ټيم ته دنده سپارلې چې په دې اړه څېړنې وکړي چې ښاروال څنګه او د چا په همکارۍ دغه پیسې ایستلې دي؟

دی وايي:

"د اداري مجلس د پرېکړې سره سم يو څو کسيز پلاوى ټاکل شوى، څو وخت پر وخت له دولتي ادرو څخه د ليدنې تر څنګ د هغوى د اوسنيو او تېرو کړنو نظارت وکړي او هغه کسان چې په فساد کې ښکېل دي، هغه به د قانون منګولو ته سپارل کېږي او ښاروال هم دا پرېکړه په‎خپله تأیيد کړې وه او په ځان کې يې يو څه ليدل، نو پوهېده چې د قانون منګولو ته به سپارل کېږي، نو ځکه تښتېدلى دی."

مرستیال والي وايي، تر اوسه معلومه نه‎ده چې د زابل سرپرست ښاروال دې پاکستان ته تللی وي.

د نوموړي په وینا کشفي او امنیتي ارګانونو ته د هغه د نیولو او پلټنې امر شوی.

راپور: محمد صادق رښتینی

XS
SM
MD
LG