د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۰۹

په لښکرګاه ښار کې د جنايي پېښو زیاتېدو په اړه اندېښنې


د هلمند مدني فعالان وايي، حکومت باید په ښار کې د غلاو او تښتونو مخه ونیسي.

په دې وروستیو کې په لښکرګاه کې د غلا او تښتونې پېښې ډېري شوي چې ددغه ولایت اوسېدونکو ته یې اندېښنې پیدا کړي دي.

د هلمند یو شمېر مدني فعالانو په یوه اعتراضیه غونډه کې له حکومته وغوښتل چې تښتول شوي کسان راخوشي کړي او په راتلونکي کې د غلاو او شکوونو مخه ونیسي.

دوی د لښکرګاه پر شااوخوا د روانو ناامنیو او جنګونو په خاطر هم پر حکومت نیوکې وکړې.

پر همدې مهال د هلمند امنیه قوماندان وویل هڅه کوي چې د لښکرګاه شااخوا سیمې له وسله والو ونیسي:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:26 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG