د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۳

ایزدیار: افغان رهبران دې لومړی خپل اولادونه د امنیتي ځواکونو په لیکو کې ودروي


په داسې حال کې چې افغان ولسمشر له ځوانانو غوښتي چې د امنیتي ځواکونو له لېکو سره یوځای شي، د مشرانو جرګې غړي او کابل ښاریان له افغان چارواکو غواړي چې لومړی خپل اولادونه افغانستان ته راولي.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني په داسې حال کې د جګړې لېکو ته د ځوانانو د یوځای کېدو غوښتنه کوي چې خپل اولادونه یې په بهر کې مېشت دي.

د مشرانو جرګې لومړي مرستیال محمد علم ایزدیار د شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل، ټول افغانان په ځانګړي ډول د حکومت د مشرانو اولادونه باید د دې خاورې د دفاع مسؤل وي.

نوموړي وویل، تر کومه چې د افغانستان د سیاسي مشرانو زامن په هېواد کې نه وي، د باور فضا او د سرتېرو روحیه به پیاوړې نشي.

محمد علم ایزدیار
محمد علم ایزدیار

ښاغلي ایزدیار وویل:

"د افغانستان د اکثریت سیاسي او جهادي مشرانو زامن په بهر کې ژوند کوي، هغه کسان چې په هېواد کې واک چلوي، نو باید د امنیتي ځواکونو او قربانیانو لپاره د دفاع نمونه وي، لکه د نورو افغانانو په څېر دې دوی هم د دغو ځواکونو ترڅنګ ودرېږي او له عامو وګړو باید توپیر ونه لري."

دا په داسې حال کې ده چې افغان ولسمشر محمد اشرف غني د جمعې په ورځ له افغان ځوانانو وغوښتل چې د هېواد د امنیتي ځواکونو له لېکو سره یوځای او له خپلې خاورې دفاع وکړي.

ولسمشر غني ویلي، سوله د ټولو افغانانو غوښتنه ده او په وینا يې چې اوسمهال د پیاوړې ارادې ، کړنې او وحدت وخت راغلی دی.

د ځينو راپورونو له مخې، د ولسمشر غني اولادونه دامهال د امریکا په متحده ایالاتو او د اجرائیه رئیس په هند کې مېشت دي.

خو په نوره نړۍ کې د جګړې لېکو ته د سیاسي مشرانو د کورنیو د غړو لېږل معمول دی، د بېلګې په ډول، شهزاده هاري، د برېتانیا شهزاده او د ملکه الیزابت لمسی په افغانستان کې د برېتانیوي پوځیانو د مورال لوړولو لپاره څو ځلې هلمند ته تللي او د جګړې په ډګر کې راڅرګند شوي دي.

یوشمېر کابل مېشتي هم انتقاد کوي او وايي، په هېواد کې هره ورځ سلګونه افغانان وژل کېږي، خو د حکومت مشرانو ته توپیر نه کوي، ځکه چې د دوی د کورنۍ غړي له هېواده بهر ژوند کوي.

د کابل ښار
د کابل ښار

دوی زیاتوي:

"د کابل اوسېدونکی یوسف افغان یم، زما په باور که چېري د چارواکو خپل زامن دلته وای، نو دوی ته به دا وضعيت ورځ تر بلې معلوم شوی وای، خو اوس چې د دوی د اکثرو بچیان په بهر کې ژوند کوي، دا وضعيت ورته جدي نه ښکاري."

"نوم مې حاجي عمرخېل دی، وطن هغه وخت جوړېږي چې د افغان مشرانو کورنۍ افغانستان ته راشي، دوی هر یو دوه تابعيتونه لري، هېڅ دې وطن ته خواخوږي نه لري، زموږ غوښتنه داده چې د دوی بچیان وطن ته راشي، په ګډه هلې ځلې وکړي."

خو د جمهوري ریاست د ویاند د دفتر سرپرست شاه حسین مرتضوي وايي، د ولسمشر اولادونه په کراتو افغانستان ته راغلي دي.

خلک ټینګار کوي، که چېرې حکومتي مشران په رښتیني ډول افغانستان ته د خدمت په هدف خپل هوډ ثابتوي، نو پکار ده چې لومړی خپلې کورنۍ هېواد ته راولي، کنه نو د دوی په وینا، کله به یې هم په خبرو باور ونه شي.

راپور: ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG