د لاسرسي لېنکونه

پنجشنبه ۳ کب ۱۳۹۶ کابل ۰۸:۵۸

سامع: په بلخ کې کارګر ماشومان له ناوړه بشري وضعیت سره مخ دي


په شمال زون کې د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون چارواکي د کارګرو ماشومانو د بشري حقونو د ناوړه وضعیت په اړه اندېښنه څرګندوي.

په شمال زون کې د بشر حقونو د خپلواک کمېسیون مشر وايي چې په بلخ کې د کارګرو ماشومانو کچه مخ په زیاتېدو ده او د مزارشریف په کوڅو او ښار کې د شاقه کارونو ترسره کولو زرګونه ماشومان له تعلیم څخه بې برخې کړي دي.

سید محمد سامع ازادي راډیو ته وویل چې په ټولنه کې د کار زمینې نشتون، د نا امنیو زیاتوالي، د کورنیو د اقتصادي سطحې ټیټوالي او د کارګرو ماشومانو د والدینو اعتیاد مسئلې د دې سبب شوي چې سلګونه کورنۍ تر ۱۸ کلونو کم عمر ماشومان د شاقه کارونو ترسره کولو ته مجبور کړي.

سامع: کارګر ماشومان په مزارشریف کې په ناوړه وضعیت کي قرار لري.
سامع: کارګر ماشومان په مزارشریف کې په ناوړه وضعیت کي قرار لري.

سید محمد سامع یې په اړه وویل:

"کارګر ماشومان په مزارشریف کې په ناوړه وضعیت کي قرار لري، دوی په کورنیو کې د ښه اقتصاد د نشتون په دلیل، د امنیت د نه موجودیت په خاطر او په کورنیو کې د معتادو والدینو په درلودلو سره بازار کې کار کولو ته اړ ایستل شوي."

په شمال زون کې د بشر حقونو خپلواک کمېسیون مسؤلین وايي چې د امنیت نشتون او په شمالي ولایتونو کې د تروریستي فعالیتونو زیاتوالی هم په بلخ کې د کارګرو ماشومانو پر زیاتوالي منفي اغېزه کړې ده.

د بشري حقونو خپلواک کمېسیون په بلخ کې د کار او ټولنیزو چارو ریاست چارواکي د کارګرو ماشومانو د بشري حقونو بد وضعیت ته په بې پامۍ تورنوي.

دا کمېسیون وايي چې بلخ کې د دولتي مسئولو بنسټونو چارواکو د کارګرو ماشومانو د لاس نیوي او هغوی ته د فني زده کړو مساعدولو په برخه کې لازمې مرستې نه دي ترسره کړي.

په همدې حال کې د بلخ د کار او ټولنیزو چارو ریاست د زرګونه کارګرو ماشومانو موجودیت تائیدوي او وايي چې یاد بنسټ د کارګرو ماشومانو د شمېر د کمولو په مقصد د هغوی کورنیو ته د بدیل معیشت یوه برنامه طرحه کړې چې ژر به پلې شي.

په کار او ټولنیزو چارو ریاست کې د ماشومانو څخه د محافظت ادارې مسئول محمد ذاکر رسولي وايي چې د شاقه کارونو ترسره کول د ماشومانو پر روح او روان ناوړه اغېزه لري چې هم له جسمي ودې څخه دوی پاتې پرېږدي او هم ورته روحي ستونزې زېږوي.

د کار او ټولنیزو چارو ریاست وايي چې د بدیل معیشت طرحه کولی شي د کارګرو ماشومانو د کورنیو اقتصادي ستونزې تر ډېره حل کړي.

ښاغلي رسولي یې په اړه داسې وویل:

"د بدیل معیشت برنامې دي چې پلې به شي، خو د عامه پوهاوي برنامه د ماشومانو پر وضعیت ډېر مثبت تاثیر نه لري، ځکه دوی اقتصادي ستونزې لري او مجبور دي چې خپلې اړتیاوې پوره کړي، موږ طرحه په ولایتي مجلس کې تر تصویب وروسته عملي کېږي."

په داسې حال کې په شمال زون کې د بشر حقونو خپلواک کمېسیون چارواکي بلخ کې د کارګرو ماشونو د بشر حقونو وضعیت په اړه اندېښنه څرګندوي چې همدا مهال د افغانستان په ډېر شمېر لویو ښارونو کې لسګونه زره ماشومان په شاقه کارونو بوخت دي او یادې مسئلې د هغوی راتلونکې له یوه مبهم سرنوښت سره مخ کړی.

راپور: مجیب الرحمن حبیب زی

XS
SM
MD
LG